اسلامی ایران دسیمې یو فعال لوبغاړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68438-اسلامی_ایران_دسیمې_یو_فعال_لوبغاړی_دی
یوشکوف ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډټرمپ له جامعې ایټمی موافقې د وتلو لپاره پمپؤ او جان بولټن ټاکلی دی ووئیل ؛ دغه اقدام به یعنی له جامعې ایټمی موافقې وتل به په سیمې کې دلازیاتې بې ثباتۍ لامل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2018 02:18 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران  دسیمې یو فعال لوبغاړی دی

یوشکوف ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډټرمپ له جامعې ایټمی موافقې د وتلو لپاره پمپؤ او جان بولټن ټاکلی دی ووئیل ؛ دغه اقدام به یعنی له جامعې ایټمی موافقې وتل به په سیمې کې دلازیاتې بې ثباتۍ لامل شی .

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ،  دسورئې  د پارلیمان (دوما) د نړیوالو چارو دکمیشن  مشر  آلکسی  پوشکوف  ددې خبرې په کولو سره چې   ایران  ورځ تربلې لا پیاوړی کیږی ،  اسلامی ایران  ئې په  لویدیځی آسیا   سیمې  کې  یو فعال او  کارنده لوبغاړی هیواد بللی دی .

  هغه بیګا په یوه ټیلیویژنی  پروګرام کې د  سیمې دمسئلو په حل کې دایران  فعال رول ته  اشاره وکړه او وې وئیل ،   دغې موضوع   امریکایان سخت غوسه کړی دی . یوشکوف  په دوام کې  د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا  د دغه  هیواد دخارجه وزیر  په توګه  د ما یک پمپؤ او  دملی امنیت دسلاکار په توګه دجان بولټن   منصوبیدو ته په اشارې سره   زیاته کړې ،  دغه دواړه ټاکنې  امریکا د نوو جنګونو په لور کاږلی شی .

  هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې  پمپؤ  او بولټڼ   دجنګ دسناریو  سرزوری پلویان دی ، روښآنه کړې ،  دغه دواړه کسانو   په تیر وخت کې تل  له پوځی لارې  د  ایران دایټمی   موضوع حل کولو غوښتنې کړی دی . 

 یوشکوف  ددې خبرې په کولو سره چې  ډونالډټرمپ  له جامعې ایټمی موافقې  د وتلو لپاره  پمپؤ او جان بولټن  ټاکلی دی ووئیل ؛  دغه  اقدام  به  یعنی له جامعې ایټمی موافقې وتل  به    په سیمې کې  دلازیاتې بې ثباتۍ لامل شی .