دامریکایو اړخیز پالنه د نړۍ دامنیت لپاره دخطرې ټلۍ ده
دایران خارجه وزیر د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له سعودی عربستان څخه دکلنګ اخستو او لیشّلو په ملنډو ډکې اشارې سره هم وئیلی دی ، د امریکا دولسمشر په لاس د سعودی عربستان لیشل هماغه راز دوام لری .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د آ ذربایجان جمهوریت پلازمینې باکو ته په رسیدا سره په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ، په یو اړخیز سیاست دامریکا د حکومت لازیات ټینګار د ناپیّلی غورځنګ اونړیوال امنیَت او سولې لپاره دخطرې یوه جدی ټلۍ ده .
جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې څو اړخیز پالنه یوه داسې موضوع ده چې په تاپیّلی غورځنګ کې پرې تل ټینګار شوی دی ، ووئیل ، ناپیّلی غورځنګ تل دڅواړخیز پالنې او غږملتیاؤ پلوی دی .
دایران خارجه وزیر د ناپّیلی غورځنګ د غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو غونډې ته چې نن او سبا په باکو کې ترسره کیږی ، اشاره کړې اوزیاته ئې کړې ده ، په دغې غونډې کې باید دامریکا یواړخیز پالنه ورازول شی .
هغه په غزې تړانګې کې دصهونیسټانو وروستی جنایت ته په اشارې سره روښانه کړې ، په غزې کې دسوله ایزو مظاهرو په ضد د صهونیسټ رژیم غلیمانه اقدامات تر پرون پورې د شلو فلسطینیانو دشهادت لامل شوی دی ، چې دغه اقدامات یوه داسې مهمه موضوع ده چې باید د ناپیّلی غورځنګ په دغې غونډې کې پرې کوټلی بحث وشی .
دایران خارجه وزیر همداراز په خپل ټولنیز چینل کې په ترکیې کې د سورئې دبدلونو په باب د ایران ،روسیې اوترکیې درې اړخیزې سرمشریزې ته په اشارې سره هم لیکلی دی ، په مهمې دغې سرمشریزې کې د سورئې دمشخصې غیر قومیّتی او مځکنۍ بشپړ تیا ، اتحاد ، خپلواکۍ او حاکمیّت ته پر ګدې ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار شوی ، او په سورئې کې د سیاسی بهیر د پرمختګ اوتل پاتې اوور بند ته درسیدا لپاره د آستانې او سوچی دخبرواترو دبریاؤ په اساس حرکت یو مخ په وده اوبریالی حرکت بلل شوی دی .
دایران خارجه وزیر همداراز د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له سعودی عربستان څخه دکلنګ اخستو او لیشّلو په ملنډو ډکې اشارې سره هم وئیلی دی ، د امریکا دولسمشر په لاس د سعودی عربستان لیشل هماغه راز دوام لری . هغه په سورئې کې د امریکائی پوځیانو دشتون د دوام دشرط په باب هم وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر د داعش تکفیریانو له ملاتړو د نورو څلور میلیارډ ډالرو داخستو غوښتنه کړې ، څو په سورئې کې امریکائی عسکرو شتون ته دوام ورکړی . د ایران خارجه وزیر وئیلی دی ، دغه کارونه د سورئې دملی وحدت د کمزوری کولو او د ترهه ګرو ا فراط پالو په وړاندې د بریالیتوب او کامیابیو په اپوټه موخې سره ترسره کیږی .
دامریکا ولسمشر څو ورځّې وئیلی وو چې له سورئې خپل پوځیان وباسی ځکه هیڅ په لاس نه دی ورغلی ، البته بیا ئې په سورئې کې پاتیکیدل دسعودی عربستان له خوا په سورئې کې د امریکائی پوځیانو دپاتیکیدا دلګښتونو دتامینولو په غوښتنې سره بیا له خپلې خبرې په شاشوی دی .