دامریکایو اړخیز پالنه د نړۍ دامنیت لپاره دخطرې ټلۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68554-دامریکایو_اړخیز_پالنه_د_نړۍ_دامنیت_لپاره_دخطرې_ټلۍ_ده
دایران خارجه وزیر د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له سعودی عربستان څخه دکلنګ اخستو او لیشّلو په ملنډو ډکې اشارې سره هم وئیلی دی ، د امریکا دولسمشر په لاس د سعودی عربستان لیشل هماغه راز دوام لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 05, 2018 01:03 Asia/Kabul
  • دامریکایو اړخیز پالنه د  نړۍ دامنیت لپاره دخطرې ټلۍ ده

دایران خارجه وزیر د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له سعودی عربستان څخه دکلنګ اخستو او لیشّلو په ملنډو ډکې اشارې سره هم وئیلی دی ، د امریکا دولسمشر په لاس د سعودی عربستان لیشل هماغه راز دوام لری .

زمونږخبریال راپور راکړ د  اسلامی ایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  بیګا   د آ ذربایجان جمهوریت پلازمینې  باکو ته په رسیدا سره  په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړې ، په یو اړخیز  سیاست   دامریکا  د حکومت لازیات ټینګار  د ناپیّلی غورځنګ  اونړیوال امنیَت   او سولې لپاره  دخطرې   یوه جدی ټلۍ ده .

  جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې  څو اړخیز پالنه  یوه داسې موضوع ده چې  په تاپیّلی غورځنګ کې  پرې تل ټینګار شوی دی ،  ووئیل ،  ناپیّلی غورځنګ  تل   دڅواړخیز پالنې او  غږملتیاؤ پلوی دی .

  دایران خارجه وزیر  د ناپّیلی غورځنګ د  غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو   غونډې ته چې  نن او سبا په باکو  کې  ترسره کیږی ، اشاره کړې اوزیاته ئې کړې ده ، په دغې غونډې کې باید  دامریکا  یواړخیز پالنه ورازول  شی .

  هغه  په غزې تړانګې کې   دصهونیسټانو  وروستی جنایت ته په اشارې سره روښانه کړې ، په غزې کې  دسوله ایزو مظاهرو په ضد د صهونیسټ رژیم  غلیمانه اقدامات تر پرون پورې د شلو فلسطینیانو دشهادت لامل شوی دی ، چې دغه اقدامات  یوه  داسې مهمه موضوع ده چې باید د ناپیّلی غورځنګ  په  دغې غونډې کې پرې  کوټلی بحث وشی .

 دایران خارجه وزیر همداراز   په خپل ټولنیز چینل کې  په ترکیې کې د سورئې دبدلونو په باب د ایران ،روسیې اوترکیې درې اړخیزې سرمشریزې ته په  اشارې سره  هم  لیکلی دی ، په مهمې  دغې سرمشریزې  کې  د سورئې    دمشخصې غیر قومیّتی  او مځکنۍ بشپړ تیا ، اتحاد ، خپلواکۍ او حاکمیّت ته پر ګدې ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار شوی ، او  په سورئې کې  د سیاسی بهیر د پرمختګ اوتل پاتې اوور بند  ته درسیدا لپاره د آستانې  او سوچی  دخبرواترو دبریاؤ په اساس حرکت  یو مخ په وده  اوبریالی حرکت بلل شوی دی .

  دایران خارجه وزیر  همداراز  د  امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  له خوا  له  سعودی عربستان څخه   دکلنګ اخستو او   لیشّلو   په ملنډو ډکې اشارې سره  هم وئیلی دی ،  د امریکا دولسمشر په لاس د  سعودی عربستان لیشل هماغه راز دوام لری .  هغه  په سورئې کې  د امریکائی  پوځیانو دشتون  د  دوام دشرط په باب  هم وئیلی دی ،  دامریکا ولسمشر   د داعش تکفیریانو  له ملاتړو  د نورو څلور میلیارډ  ډالرو  داخستو غوښتنه کړې ، څو په سورئې  کې  امریکائی عسکرو شتون ته دوام ورکړی .  د ایران خارجه وزیر  وئیلی دی ،  دغه کارونه   د  سورئې دملی وحدت د کمزوری کولو او د ترهه ګرو ا فراط پالو  په وړاندې د بریالیتوب او  کامیابیو  په اپوټه موخې سره ترسره کیږی .

 دامریکا ولسمشر څو ورځّې   وئیلی وو  چې  له سورئې خپل پوځیان وباسی ځکه هیڅ په لاس نه دی ورغلی ، البته بیا ئې  په سورئې  کې پاتیکیدل  دسعودی عربستان له خوا   په سورئې کې د امریکائی پوځیانو   دپاتیکیدا دلګښتونو  دتامینولو په غوښتنې سره بیا له  خپلې خبرې   په شاشوی دی .