د يمن انصارالله: د محمد بن سلمان تفکرات صهيونېسټي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68712-د_يمن_انصارالله_د_محمد_بن_سلمان_تفکرات_صهيونېسټي_دي
د يمن د انصارالله د سياسي شورا د نړيوالو تعلقاتو مشر تاکيد وکړ، د سعودي د وليعهد وېنا له دې زياته چې سعودي وي صهيونېسټي ده او د نوي مېنځني ختيځ د پلان يو برخه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2018 13:50 Asia/Kabul
  • د يمن انصارالله: د محمد بن سلمان تفکرات صهيونېسټي دي

د يمن د انصارالله د سياسي شورا د نړيوالو تعلقاتو مشر تاکيد وکړ، د سعودي د وليعهد وېنا له دې زياته چې سعودي وي صهيونېسټي ده او د نوي مېنځني ختيځ د پلان يو برخه ده.

د سپوټنېک په نقل سره د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې د يمن د انصارالله د سياسي شورا د نړيوالو تعلقاتو مسئول حسين العزي د سعودي د وليعهد د محمد بن سلمان د نويو او ايران مخالفو ادعاګانو په ردعمل کښې وويل: د بن سلمان وېنا د هغه نوي مېنځني ختيځ د پلان يوه برخه ده چې امريکه او اسرائيل يې د فلسطين آرمان د نابودولو لپاره تعقيبوي.

العزي له ايران سره د خپل هېواد د تعلقاتو په باره کښې تاکيد وکړ، يمن د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره د ډېر احترام قائل دے ځکه چې د چا په چارو کښې مداخلت نه کوي او نه د يمن او ايران ترمېنځ څه دښمني موجوده ده ځکه چې ايران په يمن بمباري نه ده کړې او نه يې تر محاصرې لاندې راوستے دے.

هغه واضحه کړه چې سعودي حق نه لري چې د يمن تعلقات وټاکي ځکه چې يمن يو خپلواکه هېواد دے او امکان نه لري چې د سعودي او نورو لپاره په دويم انګړ بدل شي.

د سعودي وليعهد وړمه ورځ له ټائم امريکائي نشريې سره په مرکه کښې ايران د رياض او تل ابيب ګډ دښمن وبلۀ.