دیمن شخړه باید له سیاسی ډیپلوماسۍ اوخبرواترو له لارې حل شی
دایران خارجه وزیر زیاته کړې ، اوس هم د یمن دبحران دحل لپاره یوې سیاسی حل لارې ته درسیدا فرصت شته او که عربستان دیمن دشخړې د سوله ایز حل نیّت لری ، نو ایران ورسره مرسته کولی شی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له بی بی سی خبری چینل سره په خبرو کې په دې په ټینګار سره چې ا سلامی ایران تل دیمن له بحران سره دحل لپاره مرستې ته تیار دی ، ووئیل ، د دغه هیواد دشخړو دحل هرډول لاره باید دیمن والو ترمینځ د خبرواترو له لارې وی ، او بهرنی لوری دخپلو غوښتنو ددیکته کولو په ځای باید سیاسی حل لارې ته درسیدالپاره ګام پورته کړی .
دایران خارجه وزیر زیاته کړې اسلامی ایران دیمن دشخړې له هماغه پیله دیمن دترینګلی حالاتو د حل لپاره له سعودی عربستان سره دخبرواترو غوښتنه کوله ، خو سعودیانو له دغه وړاندیز سره مخالفت کړی .
هغه ووئیل دایران له دغه وړاندیز سره دعربستان دمخالفت دلیل دا ؤ چې سعودیانو ګمان کاوه ، ډیر زر په یمن کې کامیابیږی ،خو داسې ونه شول .
د ایران خارجه وزیر همداراز ووئیل ، په یمن د سعودی عربستان د پوځی یرغل له پیل راهسې یو ځل بیا ایران د یمن والو ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواتو دپیلیدا او په یمن کې د اوور بند وړاندیز وکړ ، چې سعودیانو ورسره کلک مخالفت وکړ .
دایران خارجه وزیر په عین حال کې زیاته کړې ، اوس هم د یمن دبحران دحل لپاره یوې سیاسی حل لارې ته درسیدا فرصت شته او که عربستان دیمن دشخړې د سوله ایز حل نیّت لری ، نو ایران ورسره مرسته کولی شی .