داسلامی نړۍشخصیتونه اوعالمان دې داسلامی امت د وحدت لپاره هڅه وکړی
، د وهابیّت عقیده د مسلمانانو ترمینځ پر نفاق اودرز ولاړه ده او دغه فرقه له هماغه پیله د شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ د تفرقې په شعار سره راپنځول شوې ده
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ داسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې عمومی منشی علی اکبر ولایتی نن په دمشق کې دالقدس وَجهَتُنا: یعنی قدس د مونږ مقصد او هدف : نومې دوه ورځنی نړیوال سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئیل ، په اوسنیو شرائطو کې مسلمانان او اسلامی ټولنې له بل هروخته زیات وحدت او یووالی ته لازیاته اړتیا لری .
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار زیاته کړې ، په مسلمانانو کې اختلافات یوه طبیعی چاره ده ، خو وحدت او ورورولی له دښمنانو سره دمقابلې لپاره حیاتی چاره ده .
علی اکبر ولایتی همداراز د نیواکی قدس اوفلسطینیانو شرائطو ته په اشارې سره ووئیل ، قدس ته توجه ،یعنی له ظلم اوکړاؤ او تیریو سره مبارزه ، چې نتیجه به ئې د فلسطین د مظلوم ولس دحقوقو پوره کیدا او دعدالت رامینځةکیدا وی .
داسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې عمومی منشی دسورئې بحران ته هم په اشارې سره ووئیل ، د سورئې ملت د جنګ له ټولو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره سره ، قدس او دهغه مظلومیّت هیر کړی نه دی ، او د ا خپله یوه اصلی موخه ګڼی . هغه وئیلی دی ، دنړۍ دڅه دپاسه اتیاؤ هیوادونو ترهه ګرو د سورئې دملت او حکومت په ضد د استکبار او غاصبو اسرائیلو په ملګرتیا سره جنګ پیل کړی دی ، او په دغه جنایت کې ئې په لسګونوزره بې ګناه ښځې او ماشومان په وینو کې لیت پیت کړی دی ، او د سورئې څه دپاسه څلویښت فی صده خلک ئې کډه په سر کړی دی .
داسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې عمومی منشی زیاته کړې ، دوهابیّت منحرفه ډله دسیمې د ولسونو په ضد د درستو ترهه ګرو اوجنایتکارو ډلو چورلیز دی او دسعودی جاهل او فسادګر رژیم هم دهغوی مالی اوتجهیزاتی تامینونکی دی . ولایتی ټینګار کړی ، د وهابیّت عقیده د مسلمانانو ترمینځ پر نفاق اودرز ولاړه ده او دغه فرقه له هماغه پیله د شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ د تفرقې په شعار سره راپنځول شوې ده