په سورئې به دامریکاتیری د قواؤ انډول بدل کړی
شیخ نعیم قاسم راتلونکو پارلیمانی انتخاباتو ته په اشارې سره ووئیل ، د نسبیّت دقانون پّ اساس دانتخاباتو ترسره کیدا او د حزب ا.... ولسی غورځنګ پلویانو پراخ شتون به ، دلبنان د اداره کولو د وضعیّت دلاښه کولو لپاره دخوښې وړ نتیجې ولری .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، دلبنان دحزب ا...ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم په سورئې د امریکا داحتمالی حملې په غبرګون کې ټینګار کړی ، په سورئې هرډول امریکائی تیری به په دغه هیواد کې د قدرت او قواؤ انډول بدل کړی چې د امریکائی حکومت او دهغو دمتحدانو په ګټه به نه وی .
شیخ نعیم قاسم دسورئې په باب د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د دسیسو په غبرګون کې وئیلی ، دامریکا دحکومت بیلابیلو برخو د دغو تاؤتریخجنو دریځونو په مقابل کې په حیرانتیا سره ښودلې ده چې دغه ائیډیا پلان شوې نه ده .
دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی مقام په سورئې د امریکا او یا اسرائیلو د هرډول تیریو په وړاندې د احتمالی غبرګونونو او ځوابونو په باب له بحث د حزب ا... نه ګروهنې ته په اشارې سره زیاته کړې ، اسرائیل په بشپړ ډول په دې باب د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ په اقداماتو پوه دی .
هغه په سورئې په حملې کې د لبنان له فضا استفاده پخپل هیواد تیری وبالهّ او په دې باب ئې د حکومت د غبرګون غوښتنه کړې .
شیخ نعیم قاسم راتلونکو پارلیمانی انتخاباتو ته په اشارې سره ووئیل ، د نسبیّت دقانون پّ اساس دانتخاباتو ترسره کیدا او د حزب ا.... ولسی غورځنګ پلویانو پراخ شتون به ، دلبنان د اداره کولو د وضعیّت دلاښه کولو لپاره دخوښې وړ نتیجې ولری . هغه همداراز د لبنان په راتلونکو پارلیمانی انتخاباتو کې د امریکا ،عربستان اواماراتو لاسوهنو ته په اشارې سره چې پیسې خرڅ کوی ، د نورو دلیسټونو په ضد دیوه لیسټ ملاتړ کوی او د حزب ا....باندې ددباؤنو لپاره هڅه کوی ، هم ووئیل ، په لبنان کې به برخلیک ټاکونکی او اصلی مسئلې د اکثریت او اقلیّت په معادلې سره حل نشی ، بلکې ، باید موافقې اوتفاهم موجود وی .