دعربانوسرمشریزه دعربستان په دباؤنوسره هیڅ اعتبارنه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69222-دعربانوسرمشریزه_دعربستان_په_دباؤنوسره_هیڅ_اعتبارنه_لری
د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاب فرانسیس هم نن په واتیکان کې په یولړ دستورو کې په سورئې او دنړۍ په نورو سیمو کې د سولې لپاره د ګډ اقدام په غوښتنې سره وئیلی دی ، دنړۍ اوسنی حالات ډیر ترینګلی دی او دسورئې پشمول دنړۍ په زیاتره سیمو کې سولې ته درسیدا شرائط ډیر سخت شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 15, 2018 14:39 Asia/Kabul
  • دعربانوسرمشریزه دعربستان په دباؤنوسره هیڅ اعتبارنه لری

د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاب فرانسیس هم نن په واتیکان کې په یولړ دستورو کې په سورئې او دنړۍ په نورو سیمو کې د سولې لپاره د ګډ اقدام په غوښتنې سره وئیلی دی ، دنړۍ اوسنی حالات ډیر ترینګلی دی او دسورئې پشمول دنړۍ په زیاتره سیمو کې سولې ته درسیدا شرائط ډیر سخت شوی دی .

 په نړیوالو چارو کې د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی  نن په یو لړ څرګندونو کې دعربستان په دظهران کې د  عربی اتحادئې د نننۍ سرمشریزې  په باب  دخبریالانو په ټول کې  ووئیل ،  په دغو ناستو پاستو کې  له عربی نړۍ او دسورئې  هیواد څخه چې  په ډیر مظلومیّت سره  له تیرو اوو کلونو راهسې  له تیریګرو سره  مخامخ ده ، دفاع نه کیږی .

 هغه زیاته کړې ، دسورئې حکومت اوملت   له اوو کالونو راهسې  هغه  نړیوال دباؤنه، چې  دامریکا په مشرۍ ، دصهونیسټ رژیم  په لوبونکی رول  او  دسیمې د مرتجعو  واکوالانو چې په سر  کې ئې ال سعود رژیم دی ،  اعمالیږی ، زغملی دی .

 ولایتی روښانه کړې  دسورئې حکومت  او ملت  د عربود ځینو ضعیف النفس  مسئولانو  ملاتړ ته ضرورت نه لری ، که څه هم  دعراق ، لبنان ،  اوتیونس په څیر  دځینوشرافتمندو عربو  هیوادونو له ملاتړه برخمن  دی . 

 په نړیوالو چارو کې  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار ټینګار کړی ،   دعربانو نننۍ سرمشریزه،  دآل سعود  د  لړزانه رژیم له خواله دیکته شوی اعلامیې  پرته  چې پکې به صادره شی ، بل هیڅ شی نه لری   او  اصلا  مهمه نه ده .

  داپه داسې حال کې دی چې  د  نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاب فرانسیس  هم  نن  په واتیکان کې په یولړ دستورو کې  په سورئې او دنړۍ په  نورو سیمو کې  د  سولې لپاره د ګډ اقدام په غوښتنې سره  وئیلی دی ، دنړۍ  اوسنی حالات ډیر ترینګلی دی  او  دسورئې پشمول  دنړۍ په زیاتره سیمو کې  سولې ته درسیدا شرائط ډیر سخت شوی دی .

دنړۍ  دکاتولیکانو  رهبر پرون هم  دسورئې  دحالاتو په باب د روسیې  دماسکو دارتډوکسو  دکلیسا  له ستر پاپ  پآتریارک کریّل  سره  هم ټیلیفونی خبرې کړې وې  او د واتیکان او  او دهغوی له خوا ئې د سورئې دحالاتو  دښه کیدا او دجنګ ددرولو لپاره    په هڅو  ټینګار کړی ؤ .