دعربستان خلک دې له سرکاری وزارتونو اوپوځی مرکزونو لیرې ووسی
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثی د صالح الصماد د ترور په غبرګون کې اعلان کړی ؤ چې تیریګر دې دخپل جنایت د کلک ځواب په تمه ووسی .
ایرناخبری آژانس د المیادین ټیلیویژنی چینل له قوله راپورورکړ د یمن دپوځ درستیزوالۍ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دعربستان له خلکو غوښتی دی ، له سرکاری وزارتونو او پوځی مرکزونو دې لیرې ووسی او په دغه هیواد کې موجود شرکتونه دې هم سملاسی له دغه هیواده ووځی ګنی د هر ډول تاوانونو به پخپله مسئول وی .
په دِې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ، دیمن توغندی دعربستان او په یمن د تیریګرو هیوادونو دپلازمینو تر مینځ پورې په ټارګټ لګیږی او ډیر زر به دعربستان حساس ځایونه او موسسې په اوور کې وسوزوی او دهغو مسئولیّت به هم دهغو کسانو په غاړه وی ، چې دیمن خبرداری جدی نه ګڼی.
له دې مخکې هم د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثی د صالح الصماد د ترور په غبرګون کې اعلان کړی ؤ چې تیریګر دې دخپل جنایت د کلک ځواب په تمه ووسی .