سعودیان دې مسیحیانوته داحترام په سترګه وګوری
په سعودی عربستان کې مسیحیان دنورو ښاریزو په نسبت د دوهمې درجې ښاریز بلل کیږی او د دغه هیواد رژیم له خوا له ډیرو کمو حقوقو برخمن دی او آل سعود رژیم له خوا دملاتړ کونکو ترهه ګرو ډلو له خوا هر وخت په مرګ ګواښل کیږی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، په واتیکان کې یو مسئول مقام پادری جان لوی تورن وئیلی دی ، دسعودی عربستان له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره په کتنې کې ئې ټینګار کړی ، سعودیان دې دعربستان له مسیحیانو سره د دوهم لمبر ښاریز په توګه چلند نه کوی .
جان لوی تورن چې ددینونو ترمینځ دخبرواترو لپاره د پاپ دشورا مشری هم په غاړه لری ، له وایتکان ریډیو سره په خبرو کې وئیلی دی ، له ملک سلمان سره په کتنې کې ئې ټینګار کړی دی ، ټو ل دینونه د ترهه ګرۍ او جهل له دوو جدی خطرو سره مخامخ دی او باید دمسلمانانو اومسیحیانو ترمینځ په مناسبو رودو سره په دې باب خبرې اترې وشی .
جان لوی تورن د لومړی ځل لپاره د اپریل په اتلسمه نیټه سعودی عربستان ته سفر کړی دی.
له دې مخکې د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان ژمنه کړې وه ، د دینونو ترمینځ خبرې اترې د هغو داخلی اصلاحاتو په چوکاټ کې چې څه موده کیږی په دغه هیواد کې پیل شوی دی پیاوړی کړی .
داپه داسې حال کې دی چې په سعودی عربستان کې مسیحیان دنورو ښاریزو په نسبت د دوهمې درجې ښاریز بلل کیږی او د دغه هیواد رژیم له خوا له ډیرو کمو حقوقو برخمن دی او آل سعود رژیم له خوا دملاتړ کونکو ترهه ګرو ډلو له خوا هر وخت په مرګ ګواښل کیږی .