امریکا د صالح الصماد دټرور په جنایت کښې شریکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70128-امریکا_د_صالح_الصماد_دټرور_په_جنایت_کښې_شریکه_ده
فارس خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی(Abdul-Malik Badreddin al-Houthi) بیګا د هیواد دسیاسی شورا دارواښاد مشر صالح علی الصماد د شهادت په مناسبت په یوې(۱) وینا کښې ډاګینه کړه امریکا د صالح الصماد د ټرور په جنایت کښې اصلی شریکه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2018 00:30 Asia/Kabul
  • تیریګر دامریکا او د اسرائیلو تر څارنې او ملاتړ لاندې په یمن کښې جنایتونه کوي .
    تیریګر دامریکا او د اسرائیلو تر څارنې او ملاتړ لاندې په یمن کښې جنایتونه کوي .

فارس خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی(Abdul-Malik Badreddin al-Houthi) بیګا د هیواد دسیاسی شورا دارواښاد مشر صالح علی الصماد د شهادت په مناسبت په یوې(۱) وینا کښې ډاګینه کړه امریکا د صالح الصماد د ټرور په جنایت کښې اصلی شریکه ده .

هغه وویل سعودی عربستان او امریکا د داډول جنایت په ترسره کولو سره هیله من دی د یمن د  خلکو اتحاد له مینځه یوسی خو هیڅکله به بریالی نشی .

الحوثی وویل د یمن ملت مقاومت او ثبات ته هوډمن دی .

دیمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی د سیاسی شورا د ارواښاد  مشر صالح صماد د جنازې په مراسمو د سعودی عربستان د ائتلاف هوایی حملو ته په اشارې سره وویل تیریګر دامریکا او د اسرائیلو تر څارنې او ملاتړ لاندې په یمن کښې جنایتونه کوی .

سعودی عربستان دامریکا ، متحده عربی اماراتو، انګلستان، اسرائیلو او دځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰‍۱۵میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰)کسان  وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل او په میلیونونو نور  بې کوره شوی دی .

دیمن د سیاسی شورا ارواښاد مشر صالح الصماد د اپریل دمیاشتې په نولسمه۱۹() نیټه  په الحدیده ولایت باندې د سعودی عربستان د تیریګر رژیم د جنګی الوتکو په حملې کښې شهید شوی وو .