دسیمې دناکراره اوبې ثباته کولولپاره امریکااوعربستان په یوې دسیسې کارکوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70204-دسیمې_دناکراره_اوبې_ثباته_کولولپاره_امریکااوعربستان_په_یوې_دسیسې_کارکوی
بهرام قاسمی ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا او سعودی عربستان سره شراکت تر اوسه پورې دسمیې په هیوادونو کې دبې باورۍ، تاؤتریخوالی، وراستو بحرانونو،په سیمې کې دناکراریو ، بې ثباتیو او د دښمنۍ د دوام په څیر ورانونکی اغیزې او نتیجې په ځان پسې درلودلی دی ،زیاته کړې ، تر هغه وخته چې دغه سپیرۀ پراختیا غواړی شراکت موجود وی ، دسیمې ملتونه به په ډیرمشکل سره د امنیت ،آرامښت ،انسانی پراختیا او اقتصادی خوندونه وڅکی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 30, 2018 08:12 Asia/Kabul
  • دسیمې دناکراره اوبې ثباته کولولپاره امریکااوعربستان په یوې دسیسې کارکوی

بهرام قاسمی ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا او سعودی عربستان سره شراکت تر اوسه پورې دسمیې په هیوادونو کې دبې باورۍ، تاؤتریخوالی، وراستو بحرانونو،په سیمې کې دناکراریو ، بې ثباتیو او د دښمنۍ د دوام په څیر ورانونکی اغیزې او نتیجې په ځان پسې درلودلی دی ،زیاته کړې ، تر هغه وخته چې دغه سپیرۀ پراختیا غواړی شراکت موجود وی ، دسیمې ملتونه به په ډیرمشکل سره د امنیت ،آرامښت ،انسانی پراختیا او اقتصادی خوندونه وڅکی .

ایرناخبری اژانس راپورورکړ  دایران دخارجه وزارت   ویندوی بهرام قاسمی  نن په یولړ څرګندونو کې  په ریاض کې  دعربستان له خارجه وزیر  عادل الجبیر سره   دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو دایرانی ضد څرګندونو په غبرګون کې  وئیلی دی ، هغه څه چې  دامریکا خارجه وزیر  ئې  له ریاض سره د دغه هیواد د شراکت په توګه نامه اخلی ،   دسعودی عربستان د  ځینو بې تجروبې سیاستوالانو پر بلااو جنګ غواړو اقداماتو مشتمل د افراط پالنې،بې ثباتۍ ، جنګ  او   د وسلوالو سیالیو د لازیاتولو  او پیاوړی کولو لپاره  د دوی  سره شراکت  او یو ځای د دسیسو پلانول دی .

 بهرام قاسمی ددې خبرې په کولو سره چې  دامریکا او سعودی عربستان   سره شراکت  تر اوسه پورې  دسمیې  په هیوادونو کې  دبې باورۍ، تاؤتریخوالی، وراستو بحرانونو،په سیمې کې دناکراریو ، بې ثباتیو  او د  دښمنۍ  د دوام په څیر   ورانونکی اغیزې او نتیجې په ځان پسې درلودلی دی ،زیاته کړې ،  تر هغه وخته چې  دغه  سپیرۀ پراختیا غواړی شراکت  موجود وی ،  دسیمې ملتونه به   په ډیرمشکل سره  د امنیت ،آرامښت ،انسانی پراختیا او  اقتصادی  خوندونه وڅکی .

 دایران د خارجه وزارت ویندوی ، دسیمې په ځینو هیوادونو کې  داسلامی ایران  درول او شتون   په باب  دامریکاد خارجه وزیر څرګندونې ، بې اساسه پوچې اوتکراری ادعاګانې وبللې او وې وئیل ،   په عراق او سورئې کې  د ایران دسلاکارۍ شتون  د  هغو هیوادونو د قانونی حکومتونو  په غوښتنې او  په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره مبارزې لپاره دی او ترڅو چې   دوی اړتیا ولری،   نو دغه مرستې به هماغه راز دوام ولری.هغه همدارازپه یمن کې دایران د  لاسوهنې د  ادعا په باب هم ووئیل ، هغه څه چې  دیمن په باب   په دروغه تکراریږی ،   یوه ناسمه موضوع ده  چې یوازې   په سیمې کې د  بهرنیو قدرتونونو د بې ثباته کونکی  او ورانکار شتون  د دوام او په یمن   باندې دتیریو او دعربستان د جنګ غواړی اقداماتو د دوام  لپاره  یوازې بې ا رزښته او چټی  ادعا ده .

 دامریکا نوی خارجه وزیر مایک پمپئو او د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر  پرون  په ریاض کې په ګډ خبری کنفرانس کې  دایران په سیمه ایز سیاست  نیوکې کړې وې .