دیمن په صنعاکې دولسمشرۍپه دفتردبمباریومرګ ژوبلې۶۶تنوته ورسیدې
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ یو مشر توفیق الحمیری وئیلی دی ، دیمن د لوړې انقلابی کمیټې مشر محمد علی الحوثی او د لوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط روغ رمټ دی او په دغې حملې کې ورته کوم تاوان نه دی رسیدلی .
فارس خبری آ ژانس راپورورکړ ، دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ داطلاع رسونې مرکز دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په صنعا کې د ولسمشرۍ ددفتر په ودانۍ د آل سعودرژیم د تیریګرو جنګی الوتکو په حملو پسې په قربانیانو کې د ښونځیو زده کونکی هم ترسترګو کیږی .
له دې مخکې د دغو قربانیانو شمیر شپږ مړی او ۳۰ټپیان اعلان شوی وو ، او د مرستو او نجات د عملیاتو د دوام او له کنډوالو د قربانیانو د مړو دراویستلو د بهیر دسست کیدا په دلیل د قربانیانو دشمیر دزیاتیدا احتمال ورکړل شوی ؤ .
له بلې خوا د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ یو مشر توفیق الحمیری وئیلی دی ، دیمن د لوړې انقلابی کمیټې مشر محمد علی الحوثی او د لوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط روغ رمټ دی او په دغې حملې کې ورته کوم تاوان نه دی رسیدلی .
د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو نن سهار وختی دصنعا ښار په مرکز کې دیمن په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سخته بمباری کړې د ه . ممکنه ده د قربانیانو شمیر نور هم زیات شی .