سوریې داسراییلو تیری ګرو اقداماتو ته کلک ځواب ورکړ
د سوریی په خاورې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د بیا بیا تیریو په عکس العمل کی، د یاد هیواد پوځ په نیواکی جولان کی د صهیونیسټی رژیم اډې، په لس ګونو توغندویو سره په نښه کړې.
د صهیونیسټی رژیم ویاند، د توغندویو شمیر ۲۰ اعلان کړئ، او ادعا یی وکړه؛ چی یو شمیر یی کشف او ویشتل شوی، خو خپلواکو سرچینو د توغندویو شمیر ۶۸ اعلان کړئ دئ.
د المیادین شبکی؛ راپور ورکړ؛ صهیونیسټی رژیم له ټولو رسنیو څخه غوښتی دی؛ چی هغه ځایونه چی په توغندویی حملو کی ویشتل شوی، پټ وساتی.
د العالم شبکی هم راپور ورکړ: سوریی؛ په نیواکی جولان کی حساسی پوځی اډې ویشتلی دی، او نیواکګر رژیم یی سربډاله کړ.
د دغه راپور سره سم، په نیواکی جولان کی پراخ پوځی تحرکات روان دی، او اسرائیلی ټانکونه د حرکت کولو، او د صهیونیسټی رژیم د پیژندنی الوتکی، د الوتنی په حال کی دی.
صهیونیسټی رژیم د نن پنجشنبی په سهار، د سوریی په پایتخت
«دمشق» یو شمیر توغندی وتوغول. د سوریی دافع هوا ځواکونو د توغول شویو توغندویو یو شمیر، پیژندلی او ویجاړ کړل.