دبحرین وفاق ګوند له اسرائیلو سره داړیکو عادی کول وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70968-دبحرین_وفاق_ګوند_له_اسرائیلو_سره_داړیکو_عادی_کول_وغندل
مهر خبری اژانس وایی د بحرین د الوفاق اسلامی ټولنې د مشر مرستیال شیخ حسین الدیهی له صهیونیسټ رژیم سره په نږدې کیدا کښې د ال خلیفه رژیم د اقداماتو په غندلو سره وویل اسرائیل نیواکګر دی چې په مونږ کښې هیڅ ځاې نلری او له دغه رژیم سره د اړیکو عادی کول مردود دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 10:24 Asia/Kabul
  • بحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له  صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دټینګولو لپاره یوشمیر اقدامات پیل کړي .
    بحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دټینګولو لپاره یوشمیر اقدامات پیل کړي .

مهر خبری اژانس وایی د بحرین د الوفاق اسلامی ټولنې د مشر مرستیال شیخ حسین الدیهی له صهیونیسټ رژیم سره په نږدې کیدا کښې د ال خلیفه رژیم د اقداماتو په غندلو سره وویل اسرائیل نیواکګر دی چې په مونږ کښې هیڅ ځاې نلری او له دغه رژیم سره د اړیکو عادی کول مردود دی .

هغه د فلسطین په کامل ډول د ازادیدا په هدف سره د ترسره شویو هڅو دملاتړ په ترڅ کښې ټینګار وکړ دبحرین خلک فلسطین ته پام  کوی او فلسطین دهغوې اصلی موضوع او  پیښه ده .

الدیهی وویل له یو شمیر ګوډاګیانو او ملاتړو پرته چې دصهیونیسټانو په غیږه کښې ورغلی دی بل هیڅوک له اسرائیلوسره د اړیکو دعادی کولو په لړ کښې حرکت نه کوی او له اسرائیلو سره د اړیکو د عادی کولو ملاتړی د بحرین دخلکو استازی نه دی .

د بحرین، سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په شمول څو عربو  هیوادونوله تیرو څو میاشتو راهسې د اسلامی هیوادونو دلومړی ستر دښمن په توګه له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دټینګولو لپاره یوشمیر اقدامات او خوځښتونه پیل کړی دی .