عربستان او بحرین د اسرائیلو په دستورو کښې ګډون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70996-عربستان_او_بحرین_د_اسرائیلو_په_دستورو_کښې_ګډون_وکړ
زمونږخبریال وایی ځینو خبری سرچینو د مصر په پلازمینې قاهرې کښې دصهیونیسټ رژیم دجوړیدا د کلیزې په مراسمو کښې د سعودی عربستان او دبحرین د سفیرانو دګډون خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2018 00:10 Asia/Kabul
  • دمي په څوارلسمه  صهیونیسټانو د انګلستان په ملاتړ او دسیسې سره د فلسطین د ټاټوبي نیواک عملي کړ .
    دمي په څوارلسمه صهیونیسټانو د انګلستان په ملاتړ او دسیسې سره د فلسطین د ټاټوبي نیواک عملي کړ .

زمونږخبریال وایی ځینو خبری سرچینو د مصر په پلازمینې قاهرې کښې دصهیونیسټ رژیم دجوړیدا د کلیزې په مراسمو کښې د سعودی عربستان او دبحرین د سفیرانو دګډون خبر ورکړ .

د فلسطین «صفا» خبری سایټ پرون د لویدیځ دیوه ډیپلوماټ په قول راپور ورکړ په هغو دستورو کښې چې په مصر کښې داسرائیلو سفارت ددغه جعلی رژیم د جوړیدا د اویایمې(۷۰) کلیزې په مناسبت دقاهرې په ریټزکارلټون (Ritz-Carlton Hotel) هوټل کښې ترسره کړی د سعودی عربستان نوی سفیر اسامه احمد النقلی او د بحرین سفیر راشد بن عبدالرحمن ال خلیفه ګډون درلود .

ددغه خبر له خپریدا وروسته  په مصر کښې دسعودی عربستان نوی سفیر اسامه احمد النقلی په یوه(۱) ټوټیر پیغام کښې ادعا وکړه چې د صهیونیسټ رژیم دجوړیدا داویایمې(۷۰) کلیزې په دستورو کښې یې ګډون نه دی کړی .

په نولس سوه اتیایم(۱۹۸۰) میلادی کال کښې په قاهرې کښې د صهیونیسټ رژیم د سفارت له پرانیستل کیدا راهسې دا لومړی ځل دی چې دا ډول مراسم  په مصر کښې د ماشوم وژونکی رژیم دسفارت دباندې په یوه (۱)هوټل کښې ترسره کیږی .

د۱۹۴۸ میلادی کال دمی دمیاشتې څوارلسمه (۱۴)دصهیونیسټ رژیم لخوا دفلسطین د ټاټوبی له نیواک یعنی د نکبت(Nakba Day) په ورځ مشهوره ده او په دې ورځ صهیونیسټانو د انګلستان په ملاتړ او دسیسې سره د فلسطین د ټاټوبی نیواک عملی کړ .