اسرائیل دفلسطین دخلکو د کړاو د زیاتولوکوشش کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i71304-اسرائیل_دفلسطین_دخلکو_د_کړاو_د_زیاتولوکوشش_کوی
دفلسطین د ملی نوښت مشر مصطفی البرغوثی پرون له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ له تل اویوڅخه قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو لپاره د فلسطین دنیواک د کلیزې یعنی دمی دمیاشتې د څوارلسمې(۱۴) نیټې انتخابول د فلسطین دخلکو دکړاو د زیاتولو لپاره دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 01:40 Asia/Kabul
  •  دفلسطین ټولې ډلې د اسرائیلو پرضد  او د پیړۍ د معاملې په نوم دامریکا له پلان سره مخالفې دي .
    دفلسطین ټولې ډلې د اسرائیلو پرضد او د پیړۍ د معاملې په نوم دامریکا له پلان سره مخالفې دي .

دفلسطین د ملی نوښت مشر مصطفی البرغوثی پرون له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ له تل اویوڅخه قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو لپاره د فلسطین دنیواک د کلیزې یعنی دمی دمیاشتې د څوارلسمې(۱۴) نیټې انتخابول د فلسطین دخلکو دکړاو د زیاتولو لپاره دی .

هغه وویل دفلسطین ټولې ډلې د اسرائیلو پرضد  او د پیړۍ د معاملې په نوم دامریکا له پلان سره مخالفې دی .

البرغوثی وویل ټول عربان له صهیونیسټ رژیم سره  د اړیکو دعادی کولو مخالف دی او د فلسطین له خلکو سره ولاړ دی خو په دې مینځ ومان کښې که چیرې د فلسطین دخلکو مبارزه جدی ونه وسی ممکنه ده چې دسازباز لپاره لاره هواره شی خو د فلسطین دخلکو د مبارزې مخ په زیاتیدونکی بهیر ، د بیرته دستنیدا له حق څخه دهغوې دملاتړ دوام او د انتقاضو دوام دفلسطین د ښاریزو د حرکت د دوام ښودنه کوی .