سراج الحق له اسلامی هیوادونو وغوښتل چی امریکایی سفیران دې وشړی
May 18, 2018 11:46 Asia/Kabul
په غزې تړانګی او لویدیځه غاړه کی د صهونیست رژیم جنایتونه یوازې په غندلو پورې محدود نشی
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق په لاهور ښار کې په امریکایی او صیهونیستی ضد لاریون کې په خپلې وینا کی وویل په غزې تړانګی او لویدیځه غاړه کی د صهونیست رژیم جنایتونه یوازې په غندلو پورې محدود نشی بلکې اسلامی نړۍ باید د فلسطین له ازادۍ سره د مرستې لپاره اغیزمنه لاره او نقشه وټاکی . سراج الحق وویل له بده مرغه ملګری ملتونه د امریکا په غلام او د صیهونیستانو د ګټو د تامینولو په مرکز بدل شوی دی . ده له اسلامی هیوادونو غوښتل چی له امریکا دې خپل سفیران راوغواړی او له خپلو هیوادونو دې د امریکا سفیران وشړی .
ټیګونه