په سعودی عربستان کښې دسیاسی فعالانو نیول دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i71486-په_سعودی_عربستان_کښې_دسیاسی_فعالانو_نیول_دوام_لری
ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان چارواکو د سیاسی فعالانو دځپلو د سیاست په دوام کښې د بشری حقوقو د فعالانو په شمول یوشمیر نور سیاسی فعالان ونیول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • په سعودي عربستان کښې دیکتاتور رژیم واکمن دی او له کوم دلیل پرته ښاریز نیسي او په ډیرو موردونو کښې یې په بې بنسټه تورونو لګولو سره اعداموي هم .
    په سعودي عربستان کښې دیکتاتور رژیم واکمن دی او له کوم دلیل پرته ښاریز نیسي او په ډیرو موردونو کښې یې په بې بنسټه تورونو لګولو سره اعداموي هم .

ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان چارواکو د سیاسی فعالانو دځپلو د سیاست په دوام کښې د بشری حقوقو د فعالانو په شمول یوشمیر نور سیاسی فعالان ونیول .

د بشری حقوقو او  دسیاسی چارو په نیول شویو فعالانو کښې په مکې کښې د الراجحی جومات امام شیخ محمد المحیسنی او د هغه یو(۱) زوی هم شامل دی .

د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان له هغه وخت راهسې چې د تیر میلادی کال په دسمبر میاشت کښې په دغه څوکۍ وګمارل شو څو ځله دهیواد د  مذهبی مشرانو ، د پوهنتون د استادانو، دسیاسی او ټولنیزو چارو د فعالانو او دبشری حقوقو د فعالانو دنیولو حکمونه ورکړی دی .

محمد بن سلمان هم د تیر میلادی کال په نوامبر میاشت کښې د مالی فساد په تور یوشمیر شتمن شاهزادګان ، چارواکی او تاجران ونیول او له هغوې څخه یې د میلیارډونو ډالرو په زوره اخیستلو سره ازاد کړل .

د بشری حقوقو څارونکی موسسې هیومن رایټس واچ(Human Rights Watch) څه موده مخکې په یوه(۱) راپور کښې وویل د سعودی عربستان چارواکو په زرګونو کسان څه دپاسه شپږ(۶) میاشتې کیږی چې له محاکمه کولو پرته زندانی کړی دی او په ځینو موردونو کښې ځینې کسان لس(۱۰) کاله کیږی چې په زندانونو کښې پراته دی .

په سعودی عربستان کښې دیکتاتور رژیم واکمن دی او له کوم دلیل پرته ښاریز نیسی او په ډیرو موردونو کښې یې په بې بنسټه تورونو لګولو سره اعداموی هم .