امریکاپه عاموخلکو په حملوکې سعودیانو اوصهونیسټانو ته خوندیتوب ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i71792-امریکاپه_عاموخلکو_په_حملوکې_سعودیانو_اوصهونیسټانو_ته_خوندیتوب_ورکړی
په ملګرو ملتو کې داسلامی ایران  دایمی استازی  دملګروملتو د سرمنشی د راپور په استناد سره وئیلی دی ، په ۲۰۱۷کال کې دافغانستان ،عراق ،صومالیه ،مرکزی افریقا، کنګو ډیموکراټیک جمهوریت او د یمن په نښتو کې کابو شپږویشت زره خلک وژل شوی دی ، چې ډ یره خواشیونکی خبره ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 23, 2018 00:47 Asia/Kabul
  • امریکاپه عاموخلکو په حملوکې سعودیانو اوصهونیسټانو ته خوندیتوب ورکړی

په ملګرو ملتو کې داسلامی ایران  دایمی استازی  دملګروملتو د سرمنشی د راپور په استناد سره وئیلی دی ، په ۲۰۱۷کال کې دافغانستان ،عراق ،صومالیه ،مرکزی افریقا، کنګو ډیموکراټیک جمهوریت او د یمن په نښتو کې کابو شپږویشت زره خلک وژل شوی دی ، چې ډ یره خواشیونکی خبره ده .

 ایرناخبری اژانس  راپورورکړی ، په ملګرو ملتو کې داسلامی ایران  دایمی استازی  غلام علی خوشرو  د  ملګروملتو د  عمومی اسمبلۍ په  غونډې کې  پخپلې وینا کې   په دې خبرې کولو سره چې  په عامو خلکو په حملو کې   صهونیسټ رژیم او آل سعود رژیم  د امنیت شورا د غړی په توګه د امریکا له ملاتړونو برخمن دی ،روښانه کړې ،  واشنګټن  د دغو دواړو رژیمونو لپاره خوندیتوب برابر کړی دی  .

 هغه  په وسلوالو شخړو کې  له  عامو خلکو  دملاتړ په موضوع سره  د  امنیت شورا  په عمومی ناستې کې  دفلسطین او یمن پشمول  په بیلابیلو هیوادونو کې  په عامو خلکو او مرستندویه ډلو  دحملو  په محکومولو سره  وئیلی دی ،  په غزې تړانګې کې  د فلسطینیو ښاریزو په تیره بیا د ښځو اوماشومانو  د وژلو نوی  مرحله  د هماغه جنایتکارې رودې دوام دی ، چې  صهونیسټ رژیم   په تیرو اوو لسیزو کې د فلسطینیانو په ضد کارولې ده .

 په ملګروملتو کې دایران  دایمی استازی   په یمن دآل سعود رژیم  تیریو او   دزرګونو عامو خلکو په تیره بیا  دښځو او ماشومانو   عامو وژلو ته   هم اشاره  کړې او وئیلی ئې دی ،  سعودی عربستان  په دغو  بې آمانه حملو کې  دبې ګناه  عامو خلکو پر وژلو سربیره ،  قصدا  د روغتونونو، ښونځیو   او دخوراکی موادو دتولیدونکو  مرکزونو په څیر  دیمن  په بیخ بینائی تاسیساتو حملې کوی .

 غلام علی خوشرو  زیاته کړې ، سعودی عربستان  دیمن په بشپړ کلابندۍ سره ، عامو خلکوته د انسان دوستۍ  د مرستو  د رسونې  خنډ شوی    او په یمن کې ئې  وضعیّت  د وروستیو لسیزو  د خورا بوږنونکو انسانی  شرائطو باندې بدل کړی دی .  هغه ددې خبرې په کولو سره چې  دغه تیری اوجنایتونه   دملګروملتو اوا منیت  شورا  دغړو  دسترګو په وړاندې کیږی ،  ووئیل ،  وحشی صهونیسټی رژیم او آل سعود رژیم  د امریکا له بشپړ لاجسټیکی ،روزنیزو اوپوځی ملاتړونو برخمن  دی . خوشرو  دملګروملتو د سرمنشی  د راپور په استناد سره  وئیلی دی ، په ۲۰۱۷کال کې   دافغانستان ،عراق ،صومالیه ،مرکزی افریقا، کنګو ډیموکراټیک جمهوریت  او د یمن په نښتو کې  کابو شپږویشت زره   خلک وژل شوی دی ، چې ډ یره خواشیونکی خبره ده .