دیمن توغندی دعربستان له پیټریاټ توغندیو ډیر ارزان دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i71932-دیمن_توغندی_دعربستان_له_پیټریاټ_توغندیو_ډیر_ارزان_دی
د یمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر وئیلی دی ، د یمن دملت کړاؤ د هغو عربو هیوادونو له خوا د خپل هیواد دکلابندۍ له امله دی ، چې دامریکا او اسرائیلو دپلانونو په خدمت کې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2018 15:32 Asia/Kabul
  • دیمن توغندی دعربستان له پیټریاټ توغندیو ډیر ارزان دی

د یمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر وئیلی دی ، د یمن دملت کړاؤ د هغو عربو هیوادونو له خوا د خپل هیواد دکلابندۍ له امله دی ، چې دامریکا او اسرائیلو دپلانونو په خدمت کې دی .

 العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ،  دیمن د انقلاب   دعالی کمیټې  مشر  محمد علی الحوثی  نن  د سعودی تیریګرو  دموخو  پر ناکامۍ په ټینګار سره  وئیلی دی ،دیمن انصار ا....ولسی غورځنګ  د آل سعود رژیم دجنګی  تیریو او  توغندوی حملو  د  دریدا لپاره یو نوښت  مطرح کړ  څو نړۍ متوجه شی ، چې  دیمن  انصار ا...ولسی غورځنګ  په سولې  پسې دی .  

  الحوثی ټینګار کړی ،  دیمن ولس  په عزت اوکرامت سره   په دغو  کلونو کې  دامریکا ،سعودی عربستان  او دهغو دمتحدانو  له تیریو سره  مقابله کړې ده ،   داپه داسې حال کې دی ، چې   له هغو ټولو هیوادونو چې  اوس ئې یمن کلابند کړی دی ،دهغو ملتونه د ګرانیو او دخپلې کرنسۍ د ارزښت د ټیټیدا  شکایت کوی .  دیمن دانقلاب دلوړې کمیټې مشر   وئیلی دی ،  دیمن دملت کړاؤ    د هغو عربو هیوادونو له خوا د خپل هیواد  دکلابندۍ له امله  دی ، چې  دامریکا او اسرائیلو دپلانونو   په خدمت کې دی .  الحوثی  په دوام کې زیاته کړې ، هغه پلانونه  چې  دصهونیسټ رژیم  لومړی وزیر بینیامین  نتن یاهو  پر باب المندب  دسلطې  لپاره مطرح  کړی دی ، ډیر خطرناک دی .