امریکا او اسرائیل د اسلامی امت دښمن دی
May 27, 2018 17:46 Asia/Kabul
په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ استازی ناصر ابوشریف له« ایران پریس» خبری اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ
داسلامی امت دښمن امریکا او اسرائیل دی او دغه دښمن هماغه راز په مینځنی ختیځ سیمه کښې خپلو دسیسو ته دوام ورکوی .
هغه وویل په تیرو څو کلونو او لسیزونو کښې د مینځنی ختیځ دجنګونو علت په دغه سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم وجود او د لویدیځو هیوادونو دسیسه ده .
په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ استازی ناصر ابوشریف وویل لویدیځ هیوادونه د سیمې د هیوادونو د ویشلو ، د اسلامی د تباه کولو ، د سیمې د ملتونو له لویدیځو هیوادونو د اغیزمن کولو ، د اسلامی امت د شتمنیو او د سرچینو د چورتالان کولو او د مسلمانانو د اتحاد او دقدرت د ټولو ستنو د تباه کولو هڅه کوی .
ټیګونه