صهيونېسټ رژيم په غزې هوائي حملې وکړې
د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو نن ماسپښين د غزې د تړانګې په مرکز حملې وکړې.
د الميادين ټي وي چېنل د رپوټ له مخې د اسرائيلو جنګي الوتکو نن ماسپښين د غزې د تړانګې په مرکز کښې د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ فوځي څانګې سرايا القدس نومې اډه په نښه کړه.
دغه حملې په داسې حال کښې وشوې چې د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتن ياهو د دې په بيانولو سره چې حماس او اسلامي جهاد د غزې له تړانګې څخه د هاونونو او راکټونو د ويشتو ذمه وار دي ګواښ کړے ؤ چې دغه رژيم به دغو حملو ته ځواب ورکړي.
له بلې خوا د صهيونېست رژيم د پارلېمان يو شمېر غړيو په غزه کښې په مقاومت د سختو حملو کولو غوښتنه وکړه.
د فلسطين مقاومت نن سحر د مقاومت په اډو باندې د صهيونېسټ رژيم د توغنده اي حملې په ځواب کښې د نيواکي زمکو لوري ته دويشت توغندي وويشتل چې د ۲۰۱۴ کال په اوري کښې د پنځوس ورځني جنګ له وخت نه داسې حملې مخينه نه ده لرلې.
د غزې په تړانګه کښې د مقاومت په اډو د صهيونېسټ رژيم په حمله کښې يو فلسطيني شهيد او يو تن بل ژوبل شو.
صهيونېسټ رژيم همدارنګ د مارچ په دېرشمه نېټه د ستنېدو د حق د لاريونونو د شروع کېدوله وخت نه تر اوسه له يو سل شلو زيات فلسطينيان شهيدان کړي او په زرګونو نور يې ژوبل کړي دي.