په غزې د صهیونیسټي رژيم هوايي حملې جاري دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72306-په_غزې_د_صهیونیسټي_رژيم_هوايي_حملې_جاري_دي
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو یوځل بیا په غزې تړانګې کښې یوشمیر اهداف په نښه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2018 14:44 Asia/Kabul
  • په غزې د صهیونیسټي رژيم هوايي حملې جاري دي

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو یوځل بیا په غزې تړانګې کښې یوشمیر اهداف په نښه کړل.

زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو نن مازیګر په دریم ځل د غزې په تړانګه کښې ۳۵ سیمې په نښه کړې. دا په تیرو څلورو کالو کښې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم ترټولو سختې هوايي حملې وې.

د فلسطین مقاومتي ډلو په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په ځواب کښې د غزې خواوشا صهیونیسټي ښارګي په لسګونو توغندیو او هاوانونو وویشتل.

صهیونیسټي رسنیو هم په دغو ښارګوټو د توغندیو لګیدل او له امله یې د یوشمیر صهیونسټو ښارګي میشتو زخمي کیدل تایید کړل.

یدیعوت احارونوت صهیونیسټي ورځپاڼې ولیکل: د اوسپنیز ګنبد سیسټم ونه توانید چې دغه توغندي تعقیب کړی. صهیونیسټ رژيم غزې تړانګې ته نزدې ښارګي میشتو غوښتي چې پټنځیو ته څیرمه پاتې شي.

په غزې تړانګې کښې د مقاومت په اډو د صهیونیسټي رژيم د نن سهار په حمله کښې یو فلسطینی شهید شو او یو بل کس ژوبل شو.