د وحشی صهونیسټی رژیم پوځیانوپه غزې تړانګې حملې بیرته پیل کړی
د صهونیسټ رژیم شلم ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، د دغه رژیم ټانکونه د غزې تړانګې د شمال په لور خوځیدلی دی .
زمونږخبریال دفلسطینو سرچینو له قوله راپورراکړی ، د صهونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار وختی څو ځله د غزې تړانګې په شمالی سیمو بمبارۍ کړیدی .
په عین حال کې د صهونیسټ رژیم شلم ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، د دغه رژیم ټانکونه د غزې تړانګې د شمال په لور خوځیدلی دی .
دجنایتکار صهونیسټی رژیم پوځی چورلکو هم د خان یونس په لویدیځ کې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس په یوه مرکز توغندوی برید کړی دی .
ځینو سرچینو راپور ورکړی ، د صهونیسټ رژیم پوځ په غزې تړانګې کې د خطرناکې بریښنا په نامې سره د عملیاتو دپیلیدا لپاره تیار شوی دی .
له دې مخکې ځینو سرچینو وئیلی وو ، چې دمصر په مینځګړیتوب سره د اسلامی مقاومت ځواک او وحشی ډوله صهونیسټی رژیم ترمینځ اوور بند به له سه شنبې ورځې وروسته ټینګ شی .
صهونیسټ رژیم نن سهار وختی څو ځله دغزې تړانګې په شاوخوا کې د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس پر مورچلو او مرکزونو بمبارۍ کړی دی ، البته دخبر ترمخابیره کیدا پورې ئې داحتمالی تاوانونو په باب څه نه دی وئیل شوی .