اسرائیل دیمن له عربستان سره ملګرتیا کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72588-اسرائیل_دیمن_له_عربستان_سره_ملګرتیا_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی (Abdul-Malik Badreddin al-Houthi)پرون دیمن پرضد له سعودی عربستان سره د صهیونیسټ رژیم پوځی ملګرتیا ایشوا کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2018 23:59 Asia/Kabul
  • الحدیده ولایت نن سبا له ولسي کمیټیو او پوځ سره د سعودي عربستان د ګوډاګیانو د سختو جنګونو ډګر دی .
    الحدیده ولایت نن سبا له ولسي کمیټیو او پوځ سره د سعودي عربستان د ګوډاګیانو د سختو جنګونو ډګر دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی (Abdul-Malik Badreddin al-Houthi)پرون دیمن پرضد له سعودی عربستان سره د صهیونیسټ رژیم پوځی ملګرتیا ایشوا کړه .

هغه په دې خبرې سره چې له تیرو څو ورځو راهسې دیمن په لویدیځ کښې د الحدیده(Al Hudaydah) ولایت په فضا کښې د صهیونیسټ رژیم الوتکې الوتونه کوی وویل دیمن دخلکو پرضد د پراخو جنایتونو په ترسره کولو کښې دسعودی عربستان له رژیم سره د صهیونیسټ رژیم پوځی ملګرتیا په سوریې کښې له ترهګرو ډلو د اسرائیلو درژیم دملاتړونو په شان ده.

دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان له ال سعود رژیم سره د صهیونیسټ رژیم د پوځی ملګرتیا په اړه د انصار الله غورځنګ دمشر عبدالملک بدرالدین الحوثی ایشوا کونه په داسې حال کښې ده چې الحدیده ولایت نن سبا له ولسی کمیټیو او پوځ سره د سعودی عربستان د ګوډاګیانو د سختو جنګونو ډګر دی .

سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو، اردن ، امریکا او د انګلستان وغیره په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد له هوا ،ځمکې او سمندر څخه حملو او کلابندۍ ته دوام ورکړی او تراوسه یې څوارلس زره (۱۴۰۰۰)بې ګناه خلک وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .