دفلسطین په هکله دامریکا سیاستونه غلیمانه دی
-
د اسرائیلو د ښارګي جوړولو فعالیتونه د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزۍ ده .
زمونږ خبریال وایی د فلسطین کورواکه تشکیلاتو دخلکو پرضد د امریکا دسیاستونو په غلیمانه بللو سره وویل زمونږ له نظره امریکا نور د فلسطین دمسلې دهواری لپاره د مینځګړی په توګه مطرح نه ده .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر ویاند نبیل ابو ردینه (Nabil Abu Rudeineh) بیګا وویل دفلسطین دخلکو پرضد دامریکا غلیمانه سیاستونه په تیره بیا د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د وروستیو پریکړه لیکونو ویټو (veto)کول د فلسطین له ایډیل سره په تضاد کښې دی او دصهیونیسټ رژیم د ناجایزو ګټو تامینونکی دی .
ابو ردینه له اسرائیلو د امریکا پلوی سیاست ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو د ښارګی جوړولو فعالیتونه د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزۍ ده او دخپلو جایزو حقوقو ددفاع لپاره به د فلسطین دخلکو د ارادې د پیاوړتیا سبب شی .
دفلسطین دغه چارواکی وویل د پایداره سولې او د عدالت دټینګیدا لپاره یوازنۍ لاره نړیوالو پریکړه لیکونو ته پاې بندۍ ده چې د سولې او دثبات او دغه راز دختیځ قدس په پلازمینه د فلسطین دخپلواکه هیواد دجوړیدا سبب کیږی .
په داسې حال کښې چې دملګروملتونو دامنیت شورا لسو(۱۰) غړیو د کویت په وړاندیز د فلسطین دملت د حقوقو دملاتړ لپاره مثبتې رایې ورکړې خو امریکا له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ او څلورو(۴) نورو غړیو هم سپینې رایې واچولې .