دفلسطین په هکله دامریکا سیاستونه غلیمانه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72592-دفلسطین_په_هکله_دامریکا_سیاستونه_غلیمانه_دی
زمونږ خبریال وایی د فلسطین کورواکه تشکیلاتو دخلکو پرضد د امریکا دسیاستونو په غلیمانه بللو سره وویل زمونږ له نظره امریکا نور د فلسطین دمسلې دهواری لپاره د مینځګړی په توګه مطرح نه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2018 00:28 Asia/Kabul
  •  د اسرائیلو د ښارګي جوړولو فعالیتونه د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزۍ ده  .
    د اسرائیلو د ښارګي جوړولو فعالیتونه د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزۍ ده .

زمونږ خبریال وایی د فلسطین کورواکه تشکیلاتو دخلکو پرضد د امریکا دسیاستونو په غلیمانه بللو سره وویل زمونږ له نظره امریکا نور د فلسطین دمسلې دهواری لپاره د مینځګړی په توګه مطرح نه ده .

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر ویاند نبیل ابو ردینه (Nabil Abu Rudeineh) بیګا وویل دفلسطین دخلکو پرضد دامریکا غلیمانه سیاستونه په تیره بیا د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د وروستیو پریکړه لیکونو ویټو (veto)کول د فلسطین له ایډیل سره په تضاد کښې دی  او دصهیونیسټ رژیم د ناجایزو ګټو تامینونکی دی .

ابو ردینه له اسرائیلو د امریکا پلوی سیاست ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو د ښارګی جوړولو فعالیتونه د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزۍ ده  او دخپلو جایزو حقوقو ددفاع لپاره  به د فلسطین دخلکو د ارادې د پیاوړتیا سبب شی .

دفلسطین دغه چارواکی وویل د پایداره سولې او د عدالت دټینګیدا لپاره یوازنۍ لاره نړیوالو پریکړه لیکونو ته پاې بندۍ ده چې د سولې او دثبات او دغه راز دختیځ قدس په پلازمینه د فلسطین دخپلواکه هیواد دجوړیدا سبب کیږی .

په داسې حال کښې چې دملګروملتونو دامنیت شورا لسو(۱۰) غړیو د کویت په وړاندیز د فلسطین دملت د حقوقو دملاتړ لپاره مثبتې  رایې ورکړې خو امریکا له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ او څلورو(۴) نورو غړیو هم سپینې رایې واچولې .