دصهیونیسټ رژیم له مینځه تلل نږدی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72680-دصهیونیسټ_رژیم_له_مینځه_تلل_نږدی_دی
مهر خبری اژانس وایی په تهران کښې د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ(Islamic Jihad Movement in Palestine) استازی ناصر ابو شریف وویل دفلسطین مقاومت ډلې له صهیونیسټ رژیم سره بشپړه مخالفت او تضاد لری او د خدای پاک په مهربانۍ سره ددغه رژیم نابودۍ نږدې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2018 08:25 Asia/Kabul
  • دملګروملتونو له امنیت شورا او یا عربو اتحادیې څخه د نیواکي ټاټوبو د ازادولو  هیڅ توقع نشته او خبرې هم هیڅ ګټه نلري .
    دملګروملتونو له امنیت شورا او یا عربو اتحادیې څخه د نیواکي ټاټوبو د ازادولو هیڅ توقع نشته او خبرې هم هیڅ ګټه نلري .

مهر خبری اژانس وایی په تهران کښې د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ(Islamic Jihad Movement in Palestine) استازی ناصر ابو شریف وویل دفلسطین مقاومت ډلې له صهیونیسټ رژیم سره بشپړه مخالفت او تضاد لری او د خدای پاک په مهربانۍ سره ددغه رژیم نابودۍ نږدې ده .

هغه پرون په تهران کښې د فلسطین د  ملاتړو فعالانو په غونډې کښې قدس ته د بیرته ورستنیدا مسله  الهی پریکنده ژمنه وبلله او ویې وویل د خواشینۍ خبره ده چې دمسلمانو عربی هیوادونو ځینې مشران له صهیونیسټ رژیم سره ښکاره اړیکې ټینګوی او له دغه رژیم سره ملګرتیا کوی .

ناصر ابوشریف وویل دملګروملتونو له امنیت شورا او یا عربو اتحادیې څخه د نیواکی ټاټوبو د ازادولو  هیڅ توقع نشته او خبرې هم هیڅ ګټه نلری او په اوسنیوشرایطو کښې یوازې مقاومت دی چې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ د دوام مخه نیولای شی .