که ضرورت شی نوله ایس۴۰۰ډوله توغندیوبه استفاده وکړو
اردوغان وئیلی دی ، انقره له څو کلونو راهسې له امریکا غواړی ، دتریکې وسلوال پوځ ته دې دې ته ورته توغندوی ضد دفاعی سسټم ورکړی ، خو د دامریکا کانګرس دغه هیوادته د دغو تجهیزاتو لیږدول ممنوع کړل .
سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، له روسیې اخستونکی ایس څلور سوه ډوله توغندی به د تل لپاره په انبارونو کې نه وی او که له احتمالی حملې سره مخ شو ڼو د انتظار او په امریکا په پوځی اعتماد په ځای به له دغو وسلو استفاده وکړو .
اردوغان وئیلی دی ، انقره له څو کلونو راهسې له امریکا غواړی ، دتریکې وسلوال پوځ ته دې دې ته ورته توغندوی ضد دفاعی سسټم ورکړی ، خو د دامریکا کانګرس دغه هیوادته د دغو تجهیزاتو لیږدول ممنوع کړل .
واشنګټن له دې مخکې د روسیې د ایس ۴۰۰ډوله توغندوی ضد دفاعی سسټم داخستو په نسبت انقرې ته خبرداری ورکړی او وئیلی ئې وو، داموضوع د ایف ۳۵دوله پنځم نسل جنګی الوتکو په باب د دواړو هیوادونو پر موافقې منفی اغیزې شیندلی شی . دترکیې حکومت دامریکا د دغو ګواښونو په غبرګون کې وئیلی وو، دترکیې احتمالی بندیزونه د ناټو موسسې د غړو هیوادونو داړیکو له ورح سره هم چې ترکیه ئې له اویاؤ کلونو راهسې غړی هیواد دی ، په تضاد کې دی او دانقرې اوواشنګټن اړیکې له زیاتې ترینګلی کولی شی .