یهودِی پادری وایی داسرائیلو وجود ناروا دی
دملګروملتو امنیت شورا پرون یعنی دجون په دیارلسمه نیټه د یوسل شل موافقو رایو په اکثریّت سره په غزې کې د فلسطنیانو د وژلې په باب د اسرائیلو په محکومیَت کې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه .
د صهونیسټ ضد یهودی غورځنګ (ناتوری کارتا) ویندوی یسرائیل ډیویډ وائس نن له پریس ټی وی سره په خبرو کې په غزې تړانګې کې د فلسطینیو مظاهره چیانو د عامې وژلې په محکومیّت کې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ فیصلې ته په اشارې سره ووئیل ، باید تل د نکبت ورځ چې په حقیقت کې د فلسطینیانو لپاره یوه ستره غمیزه ده ، په نړیوالو ټولنو کې مطرح شی او هیره دې نشی .
د مئ څوارلسمه نیټه له خپل ټاټوبی د لکونو فلسطینیانو د وویستلو له اویایمې کلیزې سره برابره ده او دغه راز دمئ پنځلسمه نیټه هم د اسرائیلو دجعلی رژیم دراپنځیدو اویایمه کلیزه یعنی د نکبت ورخ ده .
دغه یهودی پادری روښانه کړې ،اساسا دفلسطین نیواک د الهی دستور اوتورات ددستور په خلاف ده او هغه څه چې اسرائیل نومول کیږی ، هیڅکله هم د یهودیانو هیواد نه دی، ځکه تورات د دغه شان هیواد جوړول د یهودیانو لپاره ممنوع کړی دی . یسرائیل ډیویډ وائس ټینګار کړی اسرائیل نه یوازې یو غیر قانونی وجود دی ، بلکې دغه رژیم په ولس ظلم کوی او فلسطینان وژنی ، خو له نیکه مرغه په ملګروملتو کې د نړۍ ډیر هیوادونه داسرائیلو په لاس د فلسطینیانو وژلې محکومې کړی او دامریکا حکومت هم باید دا درک کړی ، چې داسرائیلو ناروا او صهونیسټی رژیم دوی ته دوکه ورکړې ده ،ځکه اسرائیلی رژیم نیواکګر دی .
دملګروملتو امنیت شورا پرون یعنی دجون په دیارلسمه نیټه د یوسل شل موافقو رایو په اکثریّت سره په غزې کې د فلسطنیانو د وژلې په باب د اسرائیلو په محکومیَت کې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه .