یهودِی پادری وایی داسرائیلو وجود ناروا دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73346-یهودِی_پادری_وایی_داسرائیلو_وجود_ناروا_دی
دملګروملتو امنیت شورا پرون یعنی دجون په دیارلسمه نیټه د یوسل شل موافقو رایو په اکثریّت سره په غزې کې د فلسطنیانو د وژلې په باب د اسرائیلو په محکومیَت کې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 14, 2018 12:29 Asia/Kabul
  • یهودِی پادری وایی داسرائیلو وجود ناروا دی

دملګروملتو امنیت شورا پرون یعنی دجون په دیارلسمه نیټه د یوسل شل موافقو رایو په اکثریّت سره په غزې کې د فلسطنیانو د وژلې په باب د اسرائیلو په محکومیَت کې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه .

د صهونیسټ ضد  یهودی  غورځنګ (ناتوری  کارتا) ویندوی یسرائیل  ډیویډ وائس نن  له پریس ټی وی سره په خبرو کې   په غزې تړانګې کې د فلسطینیو مظاهره چیانو  د عامې وژلې په محکومیّت کې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ فیصلې ته په اشارې سره  ووئیل ، باید تل د نکبت ورځ  چې   په حقیقت کې  د فلسطینیانو لپاره  یوه ستره غمیزه  ده ،  په نړیوالو ټولنو کې مطرح  شی  او هیره دې نشی .

 د مئ څوارلسمه نیټه   له خپل ټاټوبی د لکونو فلسطینیانو  د وویستلو   له اویایمې کلیزې سره برابره  ده او دغه راز دمئ پنځلسمه نیټه هم  د   اسرائیلو دجعلی رژیم  دراپنځیدو  اویایمه کلیزه یعنی د نکبت  ورخ  ده .

  دغه یهودی پادری  روښانه کړې ،اساسا  دفلسطین نیواک   د الهی دستور اوتورات    ددستور په خلاف  ده او هغه څه چې  اسرائیل نومول کیږی ،  هیڅکله هم د  یهودیانو هیواد نه دی، ځکه  تورات   د دغه شان هیواد جوړول  د یهودیانو لپاره ممنوع کړی دی . یسرائیل ډیویډ وائس ټینګار کړی  اسرائیل  نه یوازې  یو غیر قانونی وجود دی ، بلکې  دغه رژیم  په ولس ظلم کوی او فلسطینان وژنی ، خو له نیکه مرغه  په ملګروملتو کې د نړۍ  ډیر هیوادونه  داسرائیلو په لاس د فلسطینیانو  وژلې محکومې کړی  او  دامریکا  حکومت هم باید دا درک کړی ، چې   داسرائیلو  ناروا او صهونیسټی رژیم  دوی ته دوکه ورکړې ده ،ځکه  اسرائیلی رژیم نیواکګر دی .

دملګروملتو  امنیت شورا پرون  یعنی دجون په دیارلسمه نیټه  د یوسل  شل موافقو رایو  په اکثریّت سره  په غزې کې  د فلسطنیانو د  وژلې په باب د  اسرائیلو په محکومیَت کې  پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه .