دسیمې دقدرتونو ترمینځ خبرې اترې دمینځنی ختیځ دمسئلو حل دی
کمال خرازی نن په تهران کې د ایران او فرانسې داړیکو د جیوپولیټیکی چارو په غونډې کې پخپلې وینا کې دیمن د شخړې یوازینۍ حل لاره دسیمې دقدرتونو ترمینځ خبرې اترې او په دغې موضوع کې د ملګروملتو لاجدی رول لوبول دی او په یمن کې دنښتو دختیمدا لومړنی شرط په دغه هیواد له تیریګرو په تیره بیا داروپایانوله خوا د وسلو دملاتړ غوڅول و بلل .
زمونږ خبریال راپور راکړ دایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر دمینځنی ختیځ دمسئلو حل لاره د سیمې دقدرتونو ترمینځ خبرې اترې وبلې او وې وئیل ، ایران ،ترکیه ، مصر او عربستان باید دسیمې دمسئلو دحل په باب سره خبرې اترې وکړی .
کمال خرازی نن په تهران کې د ایران او فرانسې داړیکو د جیوپولیټیکی چارو په غونډې کې پخپلې وینا کې دیمن د شخړې یوازینۍ حل لاره دسیمې دقدرتونو ترمینځ خبرې اترې او په دغې موضوع کې د ملګروملتو لاجدی رول لوبول دی او په یمن کې دنښتو دختیمدا لومړنی شرط په دغه هیواد له تیریګرو په تیره بیا داروپایانوله خوا د وسلو دملاتړ غوڅول و بلل .
کمال خرازی په دې په ټینګار سره چې ایران اوفرانسه باید دسیمې په مسئلو کې دسولې اوثبات د رامینځةکولو لپاره له ګډو زمینو استفاده وکړی ،روښانه کړه ، دسیمې نوو واقعیتونو ته نوی او سم فکر کول ضروری دی .
هغه د سورئې بحران ته په اشارې سره زیاته کړې په سورئې کې د ترهه ګرۍ دملاتړو هیوادونو یوه سټراټژیکه تیروتنه دسورئې دبرخلیک په لاس کې داخستو په خاطر دترهه ګرو لپاره د وسلو اوپیسو لیږدول وو، خو نتیجه ئې ، داروپائی هیوادونو امنیتی ګواښ ؤ .