په سورئې کې څه دپاسه ۲۴زره بهرنی ترهه ګر موجود دی
په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی وئیلی دی ، دترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره دمبارزې لپاره پوځی اقدامات کافی نه دی او له دې سره دمبارزې لپاره په هرډول سټراټژۍ کې باید یو کلتوری عنصر هم وی .
زمونږخبریال له نیویارکه راپور راکړی ،په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمی سفیر غلام علی خوشرو له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په باب دملګروملتوپه بیګانۍ غونډې کې ووئیل د دغې موسسې دراپورونو په اساس سورئې ته سلو هیوادونو څه دپاسه پنځویشت زره ترهه ګر ورغونډ شوی دی .
خوشرو دغه راز زیاته کړې و دسورئې په شمول په بیلابیلو هیوادونو کې د ترهه ګرو پراخ شتون، دنړیوالې ټولنې فوری توجه ته اړتیا لری ،ځکه په هغې نړۍ کې چې ترهه ګری اوترهه ګر پکې هیڅ سرحد نه پیژنی هر څه له دغه سپیرۀ او جدی ګواښ سره مخامخ دی .
هغه دترهه ګرۍ دسپیرې بلا د راپنځیدا د ریښو اود لیلونو په باب ووئیل ،که څه هم ممکنه ده ددیکتاتورۍ ، فساد ،بې وزلی اوتوپیر په څیر دلیلونه له ترهه ګرو ډلو سره د یوه کس په یوځای کیدا کې اغیزمن وی ،خو تجروبو ښودلې ده ، د دغې بلا اصلی علت هغه افراطی آئیډیالوجی ده چې انسان په یوه ورانکار عامل بدلوی .
په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی وئیلی دی ، له دغې سپیرې بلا سره دمبارزې لپاره پوځی اقدامات کافی نه دی او له دې سره دمبارزې لپاره په هرډول سټراټژۍ کې باید یو کلتوری عنصر هم وی .
خوشرو وئیلی دی ، لازمه ده چې حکومتونه د ترهه ګرۍ له پیچلی ښکارندې سره مقابلې لپاره په دوه اړخیزه ، سیمه ایزه ونړیواله سویه په تیره بیا داطلاعاتو دمبادلې په زمینې کې سره ملګرتیا وکړی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې ا سلامی ایران دترهه ګرۍ قربانی دی او په تیرو څلورو لسیزو کې څه دپاسه اولس زره ښاریز د منافقینو ،القاعدې ،طالبانو اوداعشیانو د حملو قربانی شوی ، ووئیل ، په وروستیو کلونو کې اسلامی ایران له ترهه ګرو ګواښونو سره په مقابلې کې خپل قانونی اوعملی اقدامات زیات کړی دی .