دسوریې په درعا کښې ترهګر تسلیم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74242-دسوریې_په_درعا_کښې_ترهګر_تسلیم_شوی_دی
زمونږ خبریال وایی د سوریې په لاذقیه کښې د حمیمیم(Khmeimim Air Base) د روسیې د پوځی هوایی اډې مشر الیکسی تسیګانکوف وویل ددغه هیواد په جنوب کښې په درعا ولایت کښې دوه سوه پنځوسو (۲۵۰)وسله والو مخالفینو وسلې پرځمکه کیږدولې او پوځ ته تسلیم شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2018 10:57 Asia/Kabul
  • دسوریې په درعا ولایت کښې وسله والو ډلو تر خپل واک لاندې نیمايي سیمې له لاسه ورکړي دي .
    دسوریې په درعا ولایت کښې وسله والو ډلو تر خپل واک لاندې نیمايي سیمې له لاسه ورکړي دي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې په لاذقیه کښې د حمیمیم(Khmeimim Air Base) د روسیې د پوځی هوایی اډې مشر الیکسی تسیګانکوف وویل ددغه هیواد په جنوب کښې په درعا ولایت کښې دوه سوه پنځوسو (۲۵۰)وسله والو مخالفینو وسلې پرځمکه کیږدولې او پوځ ته تسلیم شول .

هغه د روسیې په مینځګړیتوب سره  په ام ولد ، ابطح او جبیب سیمو کښې د اووربند  ټینګیدا ته په اشارې سره وویل د حکومت په لسګونو مخالفو وسله والو کابو یوسل اتلس(۱۱۸) میله وسلې ، درانه پوځی تجهیزات او ګڼ شمیر دټوپکو او ماشین ګڼو مرمې حکومتی ځواکونو ته وسپارلې .

دسوریې دحکومت مخالفانو په درعا ولایت کښې نهه (۹)ښارګی او کلی هم  حکومتی عسکرو ته وررسپارل .

دسوریې په درعا ولایت کښې وسله والو ډلو تر خپل واک لاندې نیمایی سیمې له لاسه ورکړی دی .

بل خبر دا چې د سوریې پوځ او ولسی ځواکونو د سویدا ولایت د جنوب په خوا کښې دترهګرو پرضد نوی عملیات پیل کړی دی .

دسوریې د پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو په دوام کښې دسویدا ولایت په خوا کښې په صماد سمج او ام سنینه سیمو کښې دتکفیرانو په مرکزونو حملې وشوې او په ترڅ  کښې یې یو شمیر ترهګر هلاک شول .