د تیلو د تولید زیاتول د اوپک په ګټه نه دي
دالجزایر د تیلو د ملي شرکت عامل مدیر د تیلو د تولید د زیاتیدو د پایلو په اړه د اوپک غړیو هیوادونو او روسیې ته خبرداری ورکړ.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې عبدالمومن ولد قدور پرون وویل د اوپیک غړي هیوادونه او روسیه باید د الجزیرې د موافقې د ساتلو او داومو تیلو په بیه کې د ثبات د جوړولو لپاره هڅه وکړي ځکه چې د د تولید د زیاتیدو فیصله به د تیلو بیې کمې کړي او دا د د لویو تولیدوونکو په ګټه نه ده.
مسکو او ریاض د تیلو د بیې له نسبي زیاتیدو وروسته اعلان وکړ چې غواړي د ستمبر له لومړيو د خپلو تیرو تولیدپه ورځې کې تر یو نیم میلیون بیلرو زیات کړي.
د امریکا ولسشمر ټرمپ هم د شنبې په سهار په خپل ټویټر کې ولیکل چې د عربستان پاچا په ورځې کې دوه میلیونه بیرله تولید د زیاتیدو په هکله دهغه له غوښتنې سره موافقه کړې ده .
په اوپیک کې د ایران استازي د ټرامپ په دغه غوښتنه په غبرګون کې وویل چې ریاض دومره ظرفیت نه لري.
حسن کاظم پور اردبیلي وویل که عربستان دغه کار وهم کړي دا به له اوپیکه د عربستان د وتلو په معنا وي.