دسوریې پوځ د درعا ۵۸ فیصده سیمې ازادې کړی دی
-
دسوریې عسکرو په پوځي عملیاتو کښې ۸۲ ټروریسټان هم هلاک کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې دبشری حقوقو څارونکی موسسې وویل ددغه هیواد پوځ او وسله والو ځواکونو له څو ورځې عملیاتو وروسته په درعا ولایت کښې د اته پنځوس (۵۸)فیصده سیمو کنټرول په لاس کښې واخیست .
دسوریې دحکومت مخالفانو ته اړونده د بشری حقوقو څارونکی موسسې پرون په خپل نوی راپور کښې اعتراف وکړ حکومتی عسکرو د درعا ولایت په ختیځو او لویدیځو برخو کښې پراخ پرمختګونه کړی دی او پرون سهار بریالی شول د اردن په سرحد کښې د« نصیب» سرحدی لارې اوه(۷) کلومیټرۍ ته ورسیږی .
ترهګرو ته نږدې سرچینو هم پرون په درعا ولایت کښې د سوریې دپوځ په عملیاتو کښې د دوه اتیا(۸۲) ټروریسټانو د هلاک کیدا خبر ورکړ .
دسوریې پوځ له تیرو څو ورځو راهسې تر پرون پورې د درعا ولایت د پاکولو د عملیاتو په پیلولو سره ترهګرو ډلو ته په ماتی ورکولو سره څه دپاسه پینځه شپیته(۶۵) ښارګی او کلی ازاد کړی دی او د دغه ولایت د ختیځ څه دپاسه اویا(۷۰) فیصده خاوره یې له ترهګرو پاکه کړی ده او هغه یې په لاس کښې اخیستی ده .
دغه راز په تیرو څو ورځو کښې د پوځ د بمباریو له کبله دباونو او ددغو سیمو حالاتو ته په پام سره څه دپاسه یوزر او یوسل پنځوسو(۱۱۵۰) ترهګرو په دوو(۲) ډلو کښې ځانونه دسوریې پوځ ته تسلیم کړی دی .
دسوریې په ریف دمشق ولایت کښې دغوطه شرقی او دغوطه غربی د نیواکی سیمو له ازادیدا وروسته اوس دټولو خلکو سترګې درعا ولایت ته اوښتی دی کوم چې د سوریې په جنوب کښې د اردن سرحد او دسوریې د جولان نیواکی لوړو ته نږدې پروت دی .
په سوریې کښې جنګ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د امریکا ، سعودی عربستان او دهغوې د نورو ملګرو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخو یرغلونو سره دصهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو لپاره پیل شوی خو ترهګرو اوس سخته ماتی خوړلی ده .