دسوریې په قنیطره سیمې حمله ناکامه شوی ده
-
دصهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو هم په یو غړ عملیاتو کښې دقنیطره په خوا کښې دجبهه النصره ترهګرې ډلې له غړو سره مرسته کړي ده .
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځیانو په یو لړ عملیاتو کښې په جنوب کښې د قنیطره شاو خوا سیمو ته د نفوذ کولو لپاره د جبهه النصره تکفیری ترهګرې ډلې هڅه ناکامه کړه .
د سوریې د قنیطره(Quneitra) ولایت په خوا کښې د جبهه النصره وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې او دحکومتی عسکرو ترمینځ په سخت جنګ کښې ددغه ډلې دیرش(۳۰) غړی هلاک شوی یا ژوبل شوی .
دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو هم په یو غړ عملیاتو کښې دقنیطره په خوا کښې دجبهه النصره ترهګرې ډلې له غړو سره مرسته کړی ده .
دسوریې دحکومت مخالفانو ته اړونده د بشری حقوقو څارونکی موسسې هم وویل حکومتی عسکرو داردن سرحد ته نږدې په څو سیمو له کنټرول وروسته په جنوب کښې د درعا ولایت کابو اویا(۷۰) فیصده خاوره په خپل کنټرول کښې وروستلی ده .
د اردن سرحد او نیواکی جولان لوړو ته نږدې د درعا ولایت په ختیځ کښې د ترهګرو پرضد د سوریې دپوځ عملیات له تیرو څوارلسو(۱۴) ورځو راهسې له دریو (۳) چورلیزونو پیل شوی دی .