دسوریې په درعا ولایت کښې اوربند ټینګ شوی
-
په تیرو څو ورځو کښې یوزر پنځوسو(۱۰۵۰) ترهګرو ځانونه حکومتي عسکرو ته ورتسلیم کړي دي .
زمونږ خبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل دسوریې په جنوب کښې په درعا(Daraa) ولایت کښې ترهګرو ډلو د اوربند موافقه منلی ده او ژمنه یې کړی ده چې خپلې وسلې پرځمکه کیږدوی .
د روسیې ددفاع وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل شوی دی په دغه موافقې کښې اوربند او دترهګرو ترکنټرول لاندې ټولو ښارګیو کښې د سپکو او درنو وسلو سپارل شامل دی .
په تیرو څو ورځو کښې دسوریې په درعا ولایت کښې د اوربند د اجرا لپاره د روسیې او د ترهګرو ترمینځ خبرې په ځلونو له ماتی سره مخ شوی وې .
د سوریې په جنوب کښې د درعا ولایت په بیلابیلو سیمو کښې د پوځ پرمختګونه په چټکې سره دوام لری .
په تیرو څو ورځو کښې یوزر پنځوسو(۱۰۵۰) ترهګرو ځانونه حکومتی عسکرو ته ورتسلیم کړی دی .
د سوریې عسکرو او دمقاومت ځواکونو د جون دمیاشتې له دوه ویشتمې(۲۲) نیټې راهسې له دریو(۳) چورلیزونو څخه دسوریې په جنوب کښې د درعا ولایت چې د اردن سرحد او دجوان نیواکی سیمو ته نږدې ستراتیژیکه سیمه ده په ختیځ کښې د ترهګرو پرضد عملیاتو کښې تراوسه څه دپاسه پنځوس(۵۰) ښارګی او کلی ازاد کړی دی .