یمنیانو د سعودی ایتلاف په استخباراتی مرکز حمله وکړه
د یمن د پوځ د بې پایلیټه الوتکو یونټ او ولسی کمیټیو د تیر زیارت په ورځ هم اعلان کړی وو چی د عدن د البریقه په اډه کی یې د سعودی ایتلاف د قومانداني په مرکز بمباری کړی ده
د ایرنا له راپور سره سم د یمن د پوځ بې پایلیټه الوتکو یونټ او ولسی کمیټیو د یمن د لویدیځ په ساحل کی د سعودی ایتلاف په استخباراتی مرکز څو ځله د بې پایلټه الوتکې حمله وکړه . د دغه راپور په اساس دغه حملې بریالی وې او یمنی عسکرو خپل هدفونه ترلاسه کړی دی .
د یمن د پوځ د بې پایلیټه الوتکو یونټ او ولسی کمیټیو د تیر زیارت په ورځ هم اعلان کړی وو چی د عدن د البریقه په اډه کی یې د سعودی ایتلاف د قومانداني په مرکز بمباری کړی ده .
عربستان د امریکا ، اماراتو او څو نورو هیوادونوپه ملاتړ د ۲۰۱۵ میلادی له مارچ میاشتې راهیسې په یمن پوځی تیرې کړی او دغه هیواد یې د مځکې ، هوا او سمندر له لارې کلابند کړی دی . سعودی رژیم او د هغه متحدان تراوسه د یمن د خلکو د مقاومت په دلیل ندی توانیدلی چی په دغه هیواد کی خپلو هدفونو ته ورسی .