يمنيانو د سعودي يوه جنګي الوتکه راوغورزوله
د يمن د دفاع وزارت د دغه هېواد د جنوب په عسير صوبه کښې د سعودي يوه تيريګره جنګي الوتکه رانسکوره کړه.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د يمن د دفاع وزازت نن وويل، دغه جنګي الوتکه د يمن په صعده صوبه کښې د ځينو سيمو له بمباري کولو وروسته په عسير سيمه کښې رانسکوره کړې شوه.
سعودي رژيم د خپلې جنګي الوتکې د رانسکورېدو په اړه لا تر اوسه څه ردعمل نه دے ښودلے.
د يمن فوځي دفاعي سېسټم تېر کال هم له زمکې نه هوا ته ويشتونکو توغنديو سره د يمن په صعده او ابين صوبو کښې د سعودي څو جنګي الوتکې رانسکورې کړې دي.
سعودی د امریکې برطانيې په ملاتړ سره د اماراتو او څو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملتيا سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن فوځی تیریو او له سمندر ، هوا او ځمکې څخه محاصرې ته دوام ورکړے دے .سعودي تيري ګر ائتلاف په يمن يانو باندې په حملو سره تراوسه د یمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلق وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .