د سوریې عسکر په درعا ولایت کښې دیره شول
-
دسوریې عسکرو درعا ولایت ته له ورننوتلو وروسته هلته ملي بیرغونه ورپول .
زمونږ خبریال وایی د سوریې عسکرو درعا ولایت په خپل کنټرول کښې واخیست .
درعا ولایت د سوریې دحکومت پرضد د وسله والو مخالفینو چې د امریکا، سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې ، قطر ،ترکیې او ځینو نورو عربو اواروپایی هیوادونو په ملاتړ او لمسون سره یې پاڅون کړی وو د بلوا زیږنځاې ګڼل کیده .
دسوریې عسکرو درعا ولایت ته له ورننوتلو وروسته هلته ملی بیرغونه ورپول .
دسوریې په درعا ولایت کښې وسله والو ترهګرو دیوې معاملې پراساس خپلې وسلې او تجهیزات حکومتی عسکرو ته ورسپارلی او دوې ته اجازه ورکړل شوی ده چې له دغه ولایت نورو سیمو ته ولاړ شی .
دسوریې حکومت وویل درعا ولایت اوس له ترهګرۍ پاک شوی چې اشاره یې دحکومت پرضد وسله والو ترهګرو ډلو ته وه .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی، پوځی او استخباراتی مرستې امریکا، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، اردن ، اسرائیل ، کویت ، بحرین ، قطر ، ترکیه او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .