روسیې د سوریې په هکله د صهیونیسټانو غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74659-روسیې_د_سوریې_په_هکله_د_صهیونیسټانو_غوښتنه_رد_کړه
یوې صهیونیسټي رسنۍ لیکلي چې روسیې د صهیونیسټي رژيم له هغې غوښتنې سره چې له سوریې سره د نیواکي فلسطین د سرحدونو تر اتیا کیلومیټرۍ پورې د ایران او حزب ا... د ځواکونو لرې کول یې بللي، مخالفت کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2018 02:55 Asia/Kabul
  • روسیې د سوریې په هکله د صهیونیسټانو غوښتنه رد کړه

یوې صهیونیسټي رسنۍ لیکلي چې روسیې د صهیونیسټي رژيم له هغې غوښتنې سره چې له سوریې سره د نیواکي فلسطین د سرحدونو تر اتیا کیلومیټرۍ پورې د ایران او حزب ا... د ځواکونو لرې کول یې بللي، مخالفت کړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د صهیونیسټي رژیم یدیعوت احارونوت ورځپاڼې ولیکل: د صهیونیسټي رژيم پوځي تشکیلاتو له روسیې غوښتي دي چې دا کار دې دم ګړۍ په لنډمهاله توګه ترسره کړي خو روسیانو یې له دغې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

دغې اسرائیلي ورځپاڼې همداشان د سوریې په سویل کښې د دغه هیواد او د هغه د انډیوالانو د پوځي ځواکونو بریا ته په اشارې سره لیکلي: د بشارالاسد ځواکونه به په نزدې راتلونکي کښې د جولان پر لوړو په بشپړه توګه مسلط شي.

په عین حال کښې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو روانه اونۍ روسیې ته سفر وکړ چې په روان میلادي کال کښې یې دغه هیواد ته دریم سفر دی.

هغه تیره پنجشنبه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په ملاقات کښې د ایران د ایټمي موافقې، د سوریې د مسئلې، د مینځني ختیځ د حالاتو او د فلسطین د موضوع په هکله خبرې اترې وکړې.

د سوریې په سویلي سیمو کښې د دغه هیواد او د هغه د انډیوالو هیوادونو د ځواکونو بریاؤ نتانیاهو په غصه کړی او هلوځلو ته یې اړ کړی دی.