دسوریې ترهګرو ډلو درنې وسلې وسپارلې
-
التنف یو(۱) مهم او ستراتیژیک کلی دی چې د سوریې په البادیه دښتې کښې د عراق ، اردن او دسوریې ترمینځ په سرحدي مثلث سیمې کښې پروت دی .
مهر خبری اژانس وایی د سوریې سرچینو وویل وسله والو ډلو د درعا(Daraa) په لویدیځ کښې په جاسم ښارګی کښې خپلې درنې وسلې حکومتی عسکرو ته وسپارلې .
دسوریې سرچینو دغه راز د درعا دشمال په خوا کښې د انخل ښار په جنوب کښې په المطوق لوړو او په خربه السریا کلی او دهغه په څوکو دحکومتی عسکرو د کنټرول خبر ورکړ .
دغو سرچینو وویل دسوریې پوځ له دې وروسته چې په درعا ولایت یې کنټرول ترلاسه کړ د روغې جوړې او د پوځی عملیاتو له لارې په جنوب کښې په نورو سیمو د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره د پرمختګ په حال کښې دی او تراوسه ډیرې سیمې له پوځ سره د ترهګرو ډلو په روغې جوړې کولو سره د حکومتی عسکرو لاس ته ورغلی دی .
بل خبر دا چې د جیش اسود الشرقیه او د القریتین لیوا په شمول دازاد پوځ په نوم ترهګرو ته ځینې اړونده ډلې دعراق او دسوریې په سرحدونو کښې له التنف(al-Tanf) سیمې د وتلو لپاره د سوریې له حکومت سره دسلامشورې په حال کښې دی .
التنف یو(۱) مهم او ستراتیژیک کلی دی چې د سوریې په البادیه دښتې کښې د عراق ، اردن او دسوریې ترمینځ په سرحدی مثلث سیمې کښې پروت دی