اسرائیلو د حملو په زیاتولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74703-اسرائیلو_د_حملو_په_زیاتولو_ټینګار_وکړ
زمونږخبریال وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو پرضد د حملو په زیاتولو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2018 02:14 Asia/Kabul
  • دصهیونیسټ رژيم کابینه نن د غزې تړانګې په اړه غونډه هم جوړوي .
    دصهیونیسټ رژيم کابینه نن د غزې تړانګې په اړه غونډه هم جوړوي .

زمونږخبریال وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو پرضد د حملو په زیاتولو ټینګار وکړ .

هغه بیګا په یوه(۱) تصویری پیغام  کښې د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د  پوځ د حملو د زیاتیدا خبر ورکړ او ویې له پوځی مشرانو سره په سلامشورو کښې فیصله وشوه دغه حملې وشی .

دصهیونیسټ رژیم کابینه نن د غزې تړانګې په اړه غونډه هم جوړوی .

دغه راز د فلسطین د ملی وفاق حکومت ویاند یوسف المحمود د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو او دجنایتونو دبندولو لپاره دنړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه وکړه .

هغه وویل د فلسطین ملی وفاق حکومت دغزې تړانګې د هستوګنو پرضد دصهیونیسټ رژیم د حملو د بندولو لپاره له نړیوالو او سیمه ییزو لورو سره کوټلی تماسونه ټینګ کړی دی .