په سوریې د اسراییلو توغندویي برید
د سوریې سانا خبري اژانس بیګا د حلب ښار په خوا کې په یوې پوځي اډې د صهیونسټ رژیم د توغندویي حملې خبر ورکړ.
سانا اعلان وکړ د حلب په خوا کې په النیرب پوځی هوایي ډګر کابو لس توغندي لګیدلې دي.
د سوریې یوې پوځي سرچینې هم وویل چې دغه توغندویي برید صرف مالي تاوان اړولی دی.
صهیونسټ رژیم تیره پنجشنبه هم د سوریې په جنوب کې په قنیطره سیمه کې د سوریې د پوځ مورچې ویشتې وې.
اسراییل همیشه د ترهه ګرو په ملاتړ د سوریې د پوځ په مورچو بریدونه کوي.
د سوریې بحران له دوه زره یوولسم کاله د عربستان او امریکا او دهغوي د متحدانو تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونسټ رژیم په ګټه د سیمې د بدلونونو د اړولو لپاره پیل شو.
د سوریې پوځ د ایران او روسیې په مشورو او ملاتړ سره په دغه هیواد کې د داعش ټغر ورټول کړ او نورې ډلې هم د ماتې په حال کې دي.