په سوریې د اسراییلو توغندویي برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74732-په_سوریې_د_اسراییلو_توغندویي_برید
د سوریې سانا خبري اژانس  بیګا د حلب ښار په خوا  کې  په یوې پوځي اډې د صهیونسټ رژیم د توغندویي حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2018 00:32 Asia/Kabul
  • په سوریې د اسراییلو توغندویي برید

د سوریې سانا خبري اژانس  بیګا د حلب ښار په خوا  کې  په یوې پوځي اډې د صهیونسټ رژیم د توغندویي حملې خبر ورکړ.

 

سانا اعلان وکړ د حلب  په خوا کې په النیرب  پوځی هوایي ډګر کابو لس توغندي لګیدلې دي.

د سوریې یوې پوځي سرچینې هم وویل چې دغه توغندویي برید صرف  مالي تاوان اړولی دی.

صهیونسټ رژیم تیره پنجشنبه هم  د سوریې په جنوب کې  په قنیطره سیمه کې د سوریې د پوځ  مورچې ویشتې وې.

اسراییل همیشه د ترهه ګرو په ملاتړ د  سوریې  د پوځ په مورچو بریدونه کوي.

 د سوریې بحران له دوه زره یوولسم کاله د عربستان او امریکا او دهغوي د متحدانو تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونسټ رژیم په ګټه د سیمې د بدلونونو د اړولو لپاره پیل شو.

د سوریې پوځ د ایران او روسیې په مشورو او ملاتړ سره  په دغه هیواد کې د داعش ټغر ورټول کړ او نورې ډلې هم د ماتې په حال کې دي.