دسوریې عسکرو په قنیطره کښې پرمختګ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74823-دسوریې_عسکرو_په_قنیطره_کښې_پرمختګ_کړی
زمونږخبریال وایی دسوریې عسکرو ددغه هیواد په جنوب کښې په قنیطره ښار کښې په مسحره کلی کښې له ترهګرو سره له سختو جنګونو وروسته ددغه کلی دپاسه یوه(۱) غونډې(تپه ) له ترهګرو ازاده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2018 10:49 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځیانو په دغو عملیاتو کښې یوشمیر ترهګر ووژل او یوشمیر نور یې ژوبل هم کړل .
    دسوریې پوځیانو په دغو عملیاتو کښې یوشمیر ترهګر ووژل او یوشمیر نور یې ژوبل هم کړل .

زمونږخبریال وایی دسوریې عسکرو ددغه هیواد په جنوب کښې په قنیطره ښار کښې په مسحره کلی کښې له ترهګرو سره له سختو جنګونو وروسته ددغه کلی دپاسه یوه(۱) غونډې(تپه ) له ترهګرو ازاده کړه .

دسوریې پوځیانو په دغو عملیاتو کښې یوشمیر ترهګر ووژل او یوشمیر نور یې ژوبل هم کړل .

دسوریې پوځ د ملی پخلاینې له بهیر سره یوځاې  د جنوب سیمې د ازادولو لپاره د جون له پینځلسمې (۱۵)نیټې راهسې خپل پوځی عملیات پیل کړی دی .

دسوریې د ادلب ولایت په خوا کښې د فوعه او کفریا سیمې د  خلکو د ایستلو له موافقې وروسته د سوریې دپوځ تر کنټرول لاندې سیمو ته د دغو دوو(۲) کلابندو شویو سیمو د وسیدونکو د انتقالولو لپاره اته پنځوس(۵۸)بسونه دغه سیمې ته ورغلی دی .

په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې سعودی عربستان ، فرانسه ، امریکا، انګلستان ، ترکیه ، اردن ، صهیونیسټ رژیم، متحده عربی امارات ، بحرین ، کویت ، قطر او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .