ترهګرو د سوریې ګڼ شمیر ښاریز یرغمل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74871-ترهګرو_د_سوریې_ګڼ_شمیر_ښاریز_یرغمل_کړی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی ترهګرو ډلو د یویشتو(۲۱) بسونو په درولو چې د فوعه او دکفریا شیعه میشته سیمو خلک پکښې سپاره وو د سوریې له حکومت سره د موافقې خلاف ورزۍ وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • ترهګر همدا اوس دیویشتو(۲۱) بسونو چې د فوعه او دکفریه سیمو وروستي خلک پکښې ناست دي دوتلو مخه نیسي .
    ترهګر همدا اوس دیویشتو(۲۱) بسونو چې د فوعه او دکفریه سیمو وروستي خلک پکښې ناست دي دوتلو مخه نیسي .

ایرنا خبری اژانس وایی ترهګرو ډلو د یویشتو(۲۱) بسونو په درولو چې د فوعه او دکفریا شیعه میشته سیمو خلک پکښې سپاره وو د سوریې له حکومت سره د موافقې خلاف ورزۍ وکړه .

دغه بسونه چې دسوریې له  فوعه او کفریا شیعه میشته ښارګیو څخه د وتلو لپاره د خلکو اخری ډله کسان پکښې ناست پرون دحلب په جنوب کښې د ترهګرو لخوا ودرول شول .

ویل کیږی ددغو بسونو  د خوشی کیدا لپاره چې کابو زر(۱۰۰۰) ماشومان او ښځې پکښې سپارې دی خبرې اترې دوام لری .

دسوریې سرچینو پرون سهار وویل د فوعه او دکفریا د شیعه میشته  ښارګیو ټول کلابند شوی خلک په یوسل یویشتو(۱۲۱) بسونو او یوشمیر امبولانسونو کښې دسوریې په شمال لویدیځ کښې له ادلب ولایت وتلی او دحلب په جنوب کښې یوې (۱)لارې ته رسیدلی دی .

ترهګر همدا اوس دیویشتو(۲۱) بسونو چې د فوعه او دکفریه سیمو وروستی خلک پکښې ناست دی دوتلو مخه نیسی .

ټاکل شوی ده چې دسوریې دفوعه او دکفریا سیمو خلک په موقته توګه د هستوګن کیدا لپاره حلب او حمص ولایتونو ته منتقل شی .

داپه داسې حال کښې دی چې دسوریې حکومت او ترهګرې ډلې په تیرې شنبې ورځ په شمال کښې په ادلب ولایت کښې چې له ترکیې سره سرحد لری د فوعه او دکفریا د کلابندو شویو خلکو په کامل ډول دخالی کولو په هکله موافقې ته رسیدلی وو .

دسوریې په شمالی ولایتونو کښې دیره ترهګر له ترکیې  سره نږدې اړیکې لری او دترکیې پوځ په دغو سیمو کښې په اوربند دڅارنې دولس(۱۲) مرکزونه جوړ کړی دی .