حماس غورځنګ له خپل ځانه په دفاع حق ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74905-حماس_غورځنګ_له_خپل_ځانه_په_دفاع_حق_ټینګار_وکړ
د حماس غورځنګ بیانیه له دې وروسته صادره شوه چی د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو بیګا په غزې تړانګې توغندوی حملې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2018 08:20 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ له خپل ځانه په دفاع حق  ټینګار وکړ

د حماس غورځنګ بیانیه له دې وروسته صادره شوه چی د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو بیګا په غزې تړانګې توغندوی حملې وکړې .

 

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د فلسطین حماس غورځنګ  په یوه بیانیه کی ټینګار وکړ د مقاومت ملی دنده د خلکو له ګټو دفاع او د دفاع لپاره د یوې معادلې رامینځته کول دی چی پکې د بمباریو په وړاندی بمباری او دسنایپرانو په وړاندی د سنایپرانو په عملیاتو سره ځواب ورکول کیږی .

د حماس غورځنګ بیانیه له دې وروسته صادره شوه چی د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو بیګا په غزې تړانګې توغندوی حملې وکړې .

فلسطینیو سرچینو ویلی دی د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو په غزې تړانګې کې د حماس په مورچو بمباری کړی ده .

د فلسطین سنایپران پرون بریالی شوی وو چی یو صیهونیسټی عسکر چی د غزې تړانګې په خلکو یې ډزې کولې ، په نښه کړی . دغه صیهونیسټی عسکر بیا وروسته په روغتون کی هلاک شو .

د یادلو ده چی پرون د ستنیدا د حق په سوله ایز لاریون کی څلور فلسطینان د صیهونیسټی عسکرو په مرمیو شهیدان شوی او ۱۲۰ نور هم ژوبل شوی دی . د ستنیدا د حق سوله ایز لاریون د تیر مارچ میاشتې له ۳۰ نیټې پیل شوی  او هماغه راز دوام لری .